ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اتلس کسان د نشه يي توکو د قاچاق په تور پر بند محکوم شول

اتلس کسان د نشه يي توکو د قاچاق په تور پر بند محکوم شول

author avatar
10 Apr 2018 - 16:29
اتلس کسان د نشه يي توکو د قاچاق په تور پر بند محکوم شول
author avatar
10 Apr 2018 - 16:29

کابل (پژواک، ٢١ ورى ٩٧): له نشه يي توکو او مسکراتو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي چې د يوې ښځې په ګډون لږ تر لږه اتلس تنه چې د نشه يي توکو د قاچاق په تور د پوليسو له لوري نيول شوي وو، د دغه مرکز د لومړنۍ او استنياف محکمو له لوري پر بند محکوم شول.

له نشه يي توکو او مسکراتو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز وياند خالد موحد پژواک ته وويل چې د تېرې يوې اوونۍ په ترڅ کې د دغه مرکز د لومړنۍ محکمې له لوري د يوې ښځې په ګډون اووه تنه په ډاګيزو قضايي ناستو کې د نشه يي توکو او مسکراتو د قاچاق په تړاو له دوو تر پنځو کلونو پر بند محکوم شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې په دې موده کې ١١ تنه د دغه مرکز د محکمې په ډاګيزو غونډو کې پر بېلابېلو تنفيذي بندونو محکوم شوي دي.

هغه زياته کړه چې په تېرو اوو ورځو کې يې هم د يوې ښځې په ګډون ١٥ تنه د نشه يي توکو د ١٤ قضيو په تړاو د دغه هېواد د امنيتي او کشفي ارګانونو له خوا نيول شوي او قضيې هم دغه مرکز ته د څېړنې لپاره سپارل شوې دي.

له نشه يي توکو او مسکراتو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز وياند وويل چې دغه کسان په کابل، ننګرهار او پروان ولايتونو کې د پوليسو له لوري نيول شوي دي.

هغه زياته کړه چې دغه مرکز ته د سپارل شوو شکمنو په ډله کې ١١ تنه چې يوه ښځه هم په کې ده، له افغانستان نه ډيلي ښار او سعودي عربستان ته د نشه يي توکو د لېږد په تور کابل هوايي ډګر کې نيول شوي دي.

موحد وويل چې پوليسو له نيول شوو کسانو شپږ کيلو ګرامه هيرويين، اووه کيلوګرامه ترياک، څه باندې ٢٩٩ کيلو ګرامه چرس، يوه اندازه نغدې پيسې، ١٦مبايلونه او دوه موټر کشف او ضبط کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.