منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۵ غ.م
۴°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د نيمروز ځينو خلکو د اوبو د کمښت په اعتراض کې خېمه ودروله

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۸ کتنې

زرنج ښار (پرواک، ۲۲ وری ۹۷): د نيمروز ولايت يو شمېر اوسېدونکو په دغه ولايت کې د اوبو د کمښت له امله د اعتراض خېمه ودروله او له چارواکو يې وغوښتل چې دې ستونزې ته دې جدي پاملرنه وکړي او ژر تر ژره دې نيمروز ته د هلمند سيند اوبه ورکړل شي.

له لسو ورځو راهيسې د نيمروز په بېلابېلو سيمو کې سلګونه بزګران د مدني حرکتونو په کولو سره د څښاک او کرنیزو اوبو له کمښته شکايتونه کوي او نيمروز  ته د هلمند سيند اوبو بهېدو غوښتنه کوي، تر دې چې نن يې په زرنج ښار کې د اعتراض خېمه ودروله.

هغوی وايي چې د اوبو نشتوالي له امله يې سلګونه جريبه کروندې او لسګونه څاروي له منځه تللي او که تر لسو ورځو په کم وخت کې اوبه ورته برابرې نه شي، د دوی د پالېزونو محصولات به له منځه ولاړ شي.

د نيمروز د چهاربرجک ولسوالۍ د انکشافي شورا مشر او يوه اعتراض کوونکي باران پژواک ته وويل: "لسګونه جريبه کرونده مې چې غنم مې ورباندې کرلي و، وچه شوې او د اوبو د وچېدو له امله مې يو شمېر څاروي له منځه تللي، زموږ پاليزونه هم د وچېدو په حال کې دي."

اعتراض کوونکي خبرداری ورکوي، څو چې په دغه ولايت کې د اوبو د کمښت ستونزه حل او نيمروز ته د هلمند سيند اوبه ونه بهېږي، خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.

د نيمروز والي انجنير محمد سميع په دغه ولايت کې د اوبو د کمښت ستونزه ناورين راوړونکې وبلله او ويې ويل چې د نيمروز خلک د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي او که دوی ته اوبه ونه رسېږي، زرګونه هکتاره کروندې به يې له منځه ولاړې شي.

هغه د نيمروز ولايت د اوبو حق ته په اشارې سره، دغه ولايت ته ژر تر ژره د اوبو ور خوشي کولو غوښتنه وکړه او د هلمند له چارواکو يې وغوښتل چې يادې ستونزې ته دې جدي پاملرنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ښاري کاناليزاسيون او اوبو رسونې شرکت عمومي مشر وايي چې د اوبو د کمښت ستونزه له کلونو راهيسې شتون لري، خو دغه ستونزه به ډېر ژر حل کړي.

له بلې خوا د هلمند ځايي چارواکي هم د نيمروز د ځايي چارواکو او خلکو له غوښتنو وروسته، درې ورځې وړاندې پرېکړه وکړه چې د هلمند سيند اوبه په مياشت کې شپږ ورځې نيمروز ته ورکړي، خو تر اوسه دغه کار نه دی شوی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه