ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فرهاد پژواک: د عبدالرحمن پژواک ټول اثار به چاپ شي

فرهاد پژواک: د عبدالرحمن پژواک ټول اثار به چاپ شي

author avatar
11 Apr 2018 - 17:34
فرهاد پژواک: د عبدالرحمن پژواک ټول اثار به چاپ شي
author avatar
11 Apr 2018 - 17:34

کابل(پژواک، ٢٢ورى ٩٧): د پژواک بنسټ مشر په هېواد کې د سترې کلتوري تشې په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل چې دولت کلتوري مسايلو ته ځانګړي پاملرنه نه کوي او بنسټ يې تصميم لري چې د استاد عبدالرحمن پژواک ټول اثار چاپ کړي.

د خلکو کيسې يا (افسانه هاى مردم) کتاب مخکتنه تېره ورځ د ملي راډيو تلوېزيون په تالار کې چې د حکومت اجراييه رييس تر څنګ ګڼو فرهنګيانو په کې ګډون درلود، تر سره شوه.

د پژواک بنسټ مشر او د استاد عبدالرحمن پژواک لسمي فرهاد پژواک نن د پژواک خبري اژانس له خبريال سره په ځانګړې مرکه کې وويل:((په دې کتاب کې ګڼې او ښې کيسې را ټولې شوې، يوازې د (وظيفه) داستان سل په سلو کې واقعيت دى چې د احمدشاه بابا په وخت پورې اړه لري، خو پاتې يې اکثره تخيلي دي چې د افغانستان د خلکو په کلتور کې حياتي ارزښت لري.))

د پژواک په خبره، د (افغانه هاى مردم) يا ولسي کيسې کتاب ١٢٦ مخه لري چې د پژواک بنسټ له خوا د سنايي انکشافي موسسې، د مسعود کړوخېل بنسټ او ارتباط دفتر په همکارۍ چاپ شوى دى.

عبدالرحمن پژواک په ١٢٩٨ کال کې د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې زېږېدلى او د هېواد له مشهورو ادبي، کلتوري او سياسي څېرو څخه ګڼل کېږي. نوموړى د ١٣٧٤ کال د غبرګولي په ١٨مه نېټه د ٧٦ کلونو په عمر په پېښور ښار کې ومړ  او وروسته ننګرهار کې په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو.

د پژواک بنسټ مشر  زياته کړه چې دغه بنسټ له نن نه شپږ کاله وړاندې تاسيس شوى چې په کلتوري برخه کې فعاليت کوي. يو ملي او خپلواک ارګان دى، ګڼ کلتوري پروګرامونه يې جوړ کړي او د استاد عبدالرحمن پژواک ځينې اثار يې چاپ کړي دي.

د استاد پژواک لسمي وويل چې تر اوسه د استاد عبدالرحمن پژواک څو اثار چاپ شوي او څو نور اثار به يې هم ډېر ژر چاپ کړي، په دې کتابونو کې د هغه د شعرونو دېوان هم شامل دى.

هغه څرګنده کړه چې د عبدالرحمن پژواک د لمسي او شاګرد په توګه دنده لري چې د استاد پژواک ټول اثار را ټول او چاپ کړي، څو افغاني ټولنې ته خدمت وشي.

فرهاد ددې پوښتنې په ځواب کې چې استاد پژواک ولې په خپل ژوند خپلو اثارو د راټولولو هوډ ونه کړ؟ وويل:((نيکه مې متقي انسان و، ځانګړې تواضح يې درلوده، د خپلو اثارو را ټولولو ته ډېر لېوال نه و، له همدې امله يې اثار اکثره وخت ملګرو او کورنۍ را ټولول.))

نوموړي زياته کړه چې لا هم د استاد پژواک ٦٠ سلنه اثار نه دي چاپ شوي چې نصيحتونه، شعرونه او فکرونه يې په کې شامل دي.

د فرهاد پژواک په خبره، د استاد پژواک بله لسمۍ پروين پژواک هم د هغه لارې ته دوام ورکوي، ليکواله ده، شعرونه او داستانونه يې د ځوانانو تر منځ له ځانګړي ارزښت څخه برخمن دي.

خو فرهاد پژواک په دې مرکه کې د هېواد د کلتوري وضعيت په اړه اندېښنه وښوده او ويې ويل:((په هېواد کې ستره کلتوري تشه شتون لري، کلتور تر دې کچې زيان ليدلى چې ارزښتونه يې ورځ تر بلې له منځه ځي، سياست ټولې برخې نيولې دي، د دولت له لوري هم کلتور ته ځانګړې پاملرنه نه کېږي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.