ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې په لومړي ځل د پښتنو شاعرانو د شعرونو او ژوندلیکونو ټولګه چاپ شوه

تخار کې په لومړي ځل د پښتنو شاعرانو د شعرونو او ژوندلیکونو ټولګه چاپ شوه

author avatar
16 Apr 2018 - 17:36
تخار کې په لومړي ځل د پښتنو شاعرانو د شعرونو او ژوندلیکونو ټولګه چاپ شوه
author avatar
16 Apr 2018 - 17:36

تالقان (پژواک، ٢٧ ورى ٩٧): تخار کې د لومړي ځل لپاره د پښتنو شاعرانو د شعرونو او ژوند لیکونو یوه ټولګه چاپ او مخ کتنه يې وشوه.

دغه ټولګه د تخاري شاعر عبدالسمیع مجروح په زیار چمتو او چاپ شوې ده چې د هغه په ګډون د دغه ولایت د لسو ځوان شاعرانو ژوند لیکونه او شعرونه په کې را نغاړل شوي دي.

د وري ٢٧مه د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته عبدالسميع مجروح وويل چې «لا مې لمنه تشه نه ده» ټولګه به په دغه ولایت کې د پښتو ادبیاتو په برخه کې د لا ډېرو هڅو او ادبي پنځونو یو ګام وي.

هغه زیاتوي: ((کېدای شي تخار ولایت کې مخکې تر دې هم ښه او تکړه شاعران وو او ښه شعرونه به یې لیکلي وي، خو دا په هماغه وخت په پورې محدود پاتې شوي، خو موږ هڅه کوو چې نور مو شعر ورک او شاعر مو ناپېژانده پاتې نه شي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دې کتاب کې د ده په ګډون د امین الحق سیال، حبیب الله اوري، خلیل الله عابد، حیات الله تکل، راحله هوتک، عتیق الله ساحل، ضیاالحق سیدي، محمد صادق قاضي او محمد کبیر هوتک شعرونه او ژوند ليکونه را ټول شوي دي.

دغه راز په دې غونډه کې لیکوال او د تخار د والي د کلتوري چارو سلاکار میرحمید تمیم د دغو شعرونو راټولول او په یوه ټولګي کې یې را نغاړل، د پښتو ادبیاتو د ودې او ادبي اثارو د ساتلو لپاره یو مهم ګام وباله.

دغه کتاب د تېرکال په وروستیو په ۱۹۵ مخونو کې چاپ شوی او په پښتۍ یې د يادو شاعرانو انځورنه چاپ شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.