منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۳۱ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“د ننګرهار په مومندره کې د ښوونځيو سوځولو تر شا ښايي شخصي تربګنۍ وي”

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۹ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۸ وری ۹۷): د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې په يوه مياشت کې د درېیو ښوونځيو سوځولو د ځايي خلکو د دغه ولايت د ډېرو اوسېدونکو اندېښنې را ټوکولې دي.

ځايي خلک حيران دي چې څوک دغه کار کوي، طالبان يې هم مسووليت نه مني او بل چا يې هم په اړه څه نه دي ويلي، خو د پوهنې رياست وايي چې تر شا يې شخصي تربګنۍ موجودې دي.

په تېره شاوخوا يوه مياشت کې د مومندرې ولسوالۍ درې ښوونځي د نا معلومو وسله والو له خوا وسوځول شول، د شپې له خوا مخ پټي وسله وال ښوونځيو ته ورغلل، د هغو بې وسلې ساتونکي يې وتړل او د ښوونځيو ځينې برخې يې وسوځولې.

د ٩٦ کال د کب په ۱۴مه د ايمل خان تاريخي لېسې، د وري په ۲۱مه د هزار ناو لېسې او وروستۍ يې دوه ورځې وړاندې د وري په ۲۶مه د لنډۍ منځني ښوونځي د ځينو برخو سوځول دي.

د معلوماتو له مخې، په دې پېښو د يادو ښوونځيو اسناد، کتابونه، وسايل او د لابراتوار مواد له منځه وړل شوي دي.

خو تر ټولو د اندېښنې وړ خبره دا ده چې په ټولو ښوونځيو کې يوازې هغه خونې سوځول شوې چې د ښوونځي اسناد او يا هم د لابراتوار مواد په کې پراته وو او د ښوونځي له نورو برخو يې هم ورته د ښوونځيو اسناد راټول کړي وو.

د دې ولسوالۍ يو قومي مشر ملک امير خان پژواک اژانس ته وويل چې ولس په دغه کار ډېر خواشينی شوی او له اندېښنو سره مخ دی.

هغه وايي: ((موږ طالبانو ته هم سپين ږيري ولېږل، او ورته مو وويل چې دلته خو بله ډله نشته، دغه کار چا کړی، هغوی وويل چې موږ نه دی کړی او معلومات کوو چې چا کړی دی.))

دی زياتوي، د ولسوالۍ خلک او په ځانګړې توګه قومي مشران هره ورځ غونډې کوي او پر دې بحثونه کوي چې دا به د چا کار وي او ولې ښوونځي په نښه کوي.

د ننګرهار ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمری بيا دغه چاره د سيمې په استخباراتو پورې تړلې بولي او وايي د پاکستاني استخباراتي ادارې (ISI) په دلته د خپلو اجيرانو او جاسوسانو په لاس خپل پلانونه مخې ته وړي.

هغه دا خبره هم کوي چې وسله والو اوس له امنيتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی او د داسې کړنو په ترسره کولو په ټولنه او خلکو کې وېره خپروي.

خو د ننګرهار د پوهنې رييس وايي چې په ياد ولايت کې د پوهنې پر وړاندې هېڅ خنډ نشته او د دې چارې تر شا يې د شخصي تربګنيو موجوديت يادونه وکړه.

د پوهنې رييس حسيب الله شينواري له پژواک اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پر مهال وويل، کومې څېړنې او پلټنې چې دوی کړې، هېڅ داسې شواهد تر اوسه نه دي پيدا شوي چې په دغو پېښو کې دې وسله والې ډلې لاس ولري.

د مومندرې ولسوالۍ د پوهنې مدير حاجي عبدالظاهر هم ورته نظر لري وايي، ښايي د دغو پېښو تر شا شخصي تربګنې موجودې وي.

دی وايي، تر اوسه هېڅ ډلې دغلته د پوهنې ډګر ته ګواښ نه دی کړی او دا لومړی ځل دی چې داسې پېښې رامنځته کېږي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دې ولسوالۍ کې د نجونو د دوو ځانګړو لېسو په ګډون ۳۲ ښوونځي موجود دي چې ډېر يې د نجونو او هلکانو يو ځای دي.

دی وايي، اوسمهال په ټوله مومندره کې ۲۸۴۳۵ زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي چې له ډلې يې ۶۵۰۰ نجونې دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په يوه پيغام کې ويلي چې دوى د مومندرې د ښوونځيو په سوځولو کې لاس نه لري، خو داعش ډلې په دې تړاو څرګندونې نه دي کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه