کابل(پژاوک،٣١ورى٩٧): د کرنې او مالدارۍ وزير وايي چې له مرګ څخه د څاريو د ژغورلو د مخنيوي په موخه يې دوه مياشتنۍ طرحه جوړه کړې، خو د حيواني خوړو د پيرلو لپاره ځانګړې بوديجې ته اړتيا لري.
د وچکالۍ له امله د مالدارانو او کوچیانو پر ستونزو د بحث په خاطر تير ماښام د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ په ارګ کې غونډه جوړه شوې وه.
په پیل کې د کوچیانو د ادارې لوی رييس دلاور فیضان د وچکالۍ د منفي تاثیراتو او د مالدارۍ پر وضعیت او کوچیانو ته د هغې د زیانونو په اړه غونډې ته معلومات ورکړل او په دې برخه کې یې د حکومت جدي اقدامات وغوښتل.
ورپسې د کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر نصیراحمددراني هم د زیانمنو سیمو او ولایتونو د تشخیص د راپور، د حیواني خوړو د تولیدي ظرفیت، د ویش پلان او په دې برخه کې د شویو اقداماتو په اړه غونډې ته معلومات ورکړ.
هغه د مالیې وزارت له لورې د بودجې د تخصیص، د حیواني خوړو د تدارکاتو په پروسه کې د لازمو اسانتیاوو او د اړتیا پر مهال د ترکمنستان، تاجکستان او ترکیې هېوادونو څخه د حیواني خوړو د پېرلو په اړه وړاندیزونه مطرح کړل.
د کرنې او مالدارۍ وزیر په دې اړه د یو پلاوي د ګمارلو وړاندیز وکړ او وېې ویل، د وېش بهیر دې د سیمهییزه ارګانونو د خپلواکې ادارې په همکارۍ ترسره شي.
هغه وویل چې د څارویو د مړینې مخنیوي ته د بیړنۍ رسيدهګۍ په خاطر دوه میاشتنی اضطراري پلان ترتیب شوی، خو که پلان ځواب ویونکی نه وي، د ۹ نورو میاشتو لپاره هم تمدیدای شي.
د غه راز د غونډې په پاى کې ولسمشر غني وویل چې له وضعیت څخه باید وړاندوینه موجوده وي چې کومې ستونزې د کومو داخلي امکاناتو په مټ حلېږي او موجوده حیواني خواړه باید مالدارانو ته ورکول شي او د اړتیا په صورت کې دې له یادو درېوو هېوادونو څخه وپېرل شي.
ولسمشرڅرګنده کړه چې کوچیانو سره دې د حيواني خوړو په لېږد کې مرسته وشي او له ډونرانو سره دې د منابعو په اړه خبرې وشي.
هغه ټینګار وکړ چې د عمومي وضعیت لپاره بايد واضح تحلیل شتون ولري.
ولسمشر د وښو د عادلانه وېش لپاره د ولسي تړون پروګرام د سیمهییزو شوراګانو او د ملي اردو په همکارۍ د بیړني حالت اړوند د ولایتي کمېټو پر څارنې هم ټینګار وکړ.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










