منځپانګې ته تلل
جمعه ۲۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۳ غ.و
۷°صاف · ↑۱۵° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې د دوه ميليارد افغانيو په ارزښت د جلغوزيو حاصلات ترلاسه شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۵ کتنې

کابل (پژواک د غويي لومړۍ نېټه ٩٧): د کرنې وزارت وايي چې په ننګرهار کې په تېر کال کې د دوه ميليارد افغانيو په ارزښت د دوه زره ټنه جلغوزيو حاصلات ترلاسه شوي دي.

دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې په ډاګه شوى چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له خوا پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

سرچينې د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ريیس رفیع الله رحیمزي په حواله ليکلي چې تېر کال په دغه ولايت کې د دوه میلیارده افغانیو په ارزښت د دوه زره ټنه جلغوزيو حاصلات ترلاسه شوي دي.

د ننګرهار د کرنې ریاست وایي چې د جلغوزیو د صنعت د  ودې او پراختیا لپاره یې ځانګړې طرحه جوړه کړې چې د ولسمشرۍ ماڼۍ او د کرنې وزارت له تایيد وروسته به عملي بڼه غوره کړي.

سرچينه زياتوي،د همدې طرحې له مخې به د جلغوزیو ځنګلونه احیاء او د پروسس عصري مرکزونه جوړ شي او هم به په ترلاسه کېدونکي عاید کې څو برابره زیاتوالی راشي، دغه راز به د کاروبار، عوایدو زیاتوالی او د چاپېریال ساتنې لامل هم شي.

د ځينو دولتي او نادولتي ادارو د شمېرو او معلوماتو له مخې، د ننګرهار په حصارک، شېرزادو، خوګیاڼيو، پچیراګام، کوټ، هسکې مېنې، اچین، نازیانو او سپین غر ولسوالیو کې له ۴۱زره او ۲۷۵ څخه تر ۸۶زره او ۳۱۰ جریبه د جلغوزیو طبیعي ځنګلونه موجود دي.

د ننګرهار د کرنې رییس د دغه ولايت له ټولو خلکو په ځانګړې توګه له فرهنګیانو غوښتي چې ځنګلونه چې ملي شتمني ده، په ساتنه کې یې رښتينې هلې ځلې وکړي.

په هېواد کې د وروستیو څلور لسیزو جګړو، ناخوالو، غیر قانوني قطع او قاچاق له امله د جلغوزیو ځنګلونو ته سخت زیان رسېدلی دى. جلغوزي د هېواد ارزښتناک کرنیز پيداور دي چې ډېر پېرېدونکي لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه