منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۰۰ غ.و
۱۳°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په ټولو ولسواليو کې فني او حرفوي ښوونځي جوړيږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۳ کتنې

کابل (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٧): د ولسمشر يو سلاکار وايي چې ټاکل شوې د روان کال په ترڅ کې په پنځو لويو ښارونو او تر درې کلونو پورې په ټولو ولسواليو کې فني او حرفوي ښوونځي جوړ شي. 

 د زيربنا، بشري منابعو او ټکنالوجۍ په برخه کې د ولسمشر سلاکار ډاکټرهمایون قیومي په کابل کې يوې خبري ناستې ته وويل چې په تېرو ١٦کلونو کې په هېواد کې فني او حرفوي انسټيټيوټونه جوړشوي او په دې برخه کې زيات لګښت شوى دى.  

 هغه وويل:((د هغو شمېرو له مخې چې ترلاسه شوې دي له فني او حرفوي انسټيټيونو له ٩٠سلنې ډېرو فارغ شوو کسانو له حرفوي زده کړو سره علاقه نه درلوده، د نورو لوړو زده کړو د دوام غوښتونکي دي او د لوړو زده کړو په خصوصي مرکزونو کې د خپلې رشتې خلاف زده کړو ته ادامه ورکوي .

 دده په خبره، د افغانستان حکومت د يادې ستونزې د حل په موخه دغه پلان جوړ کړ چې د المان په مرسته د فني او حرفوي زده کړو علاقمند زده کوونکي له نهم ټولګي څخه په دغو ښوونځيو کې شامل کړي . 

 قيومي وويل چې تېرکال يې په کابل، بلخ او هرات کې په نمونوي ډول د فني او حرفوي زده کړو پنځه ښوونځي جوړ کړل چې ١١٠٠شاګردان په دغو ښوونځيو کې شامل شوي .

 ده زياته کړه چې د حکومت د پلان په اساس، ټاکل شوې چې په روان کال کې پنځه نور دغه ډول ښوونځي په پنځو ولايتونو کې جوړ شي .

 د پوهنې وزارت د تخنيکي او مسلکي زده کړو معين رحيل فرملي وويل چې ټاکل شوې دغه ښوونځي په کندوز، ننګرهار، کندهار، باميان او خوست ولايتونو کې جوړ شي

د ګزارشونو د معلوماتو له مخې، افغانستان ٣٧١ولسوالۍ لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه