کابل (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٧): د کرنې وزارت یو شمېر مخکښو بزګرانو سره د ۳۶ «لایزرلیول» دستګاوو او د هېواد د ۱۶ ولایتونو د کرنې ریاستونو سره د لسګونو ټراکټورونو او نور میکانیزه ماشینونو مرستې وکړې.
دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې چې پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې، څرګند شوى دى.
سرچينه کاږي،دغه دستګاوې د کرنې د میکانیزه کېدو، د لوړ کیفیت او ډېر حاصل د تر لاسه کولو په خاطر وېشل کېږي.
سرچينه زياتوي، د لایزر دستګاوو ټولیز لګښت ۱۱ میلیون او ۶۰۰ زره افغانۍ ده، چې د کرنې وزارت په کرونده کې د اوبو د تنظیم پروژې له خوا پېرل شوې دي. دغه دستګاوې هر یوه یې ۳۲۲زره افغانۍ ارزښت لري چې ۳۰ سلنه لګښت یې بزګرانو او ۷۰ سلنه نور لګښت یې د کرنې وزارت له خوا ورکول شوى دى.
د دغو دستګاوو د وېش په غونډه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دراني ويلي، د اغېزمنو ګامونو په لړ کې نن د هېواد پر پنځو کرنیزو زونونو «کابل، ننګرهار، بغلان، هرات او بلخ» د «لایزلیول» یا د ځمکې د هوارولو ۳۶ دستګاوې وېش په پام کې نیولي دي، چې له دې ډلې نن د مرکز پر زون شپږ دستګاوې ووېشل شوې او پاتې نور ۳۰ دستګاوې به هم نورو زونونو ته لېږل کېږي چې تر وېشلو وروسته به په کار پیل وکړي.
ده زياته کړې، دغه دستګاوې د ځمکې د هوارولو او مسطح کولو لپاره کارول کېږي، د عصري کرکېلي او په لږو اوبو سره د کروندو په خړوبولو کې مرسته کولى شي، چې له لارې يې د ځمکې حاصلات له ۲۰ تر ۳۰ سلنه زياتېدى شي.
د کرنې وزیر ويلي، چې د دې وزارت په کرونده کې د اوبو د تنظیم پروژه له تېرو دوو میاشتو راهيسې د هېواد ۱۶ ولایتونو د کرنې ریاستونو ته د کرنیزو ماشینونو بستې هم چمتو کړې دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ، دغه مرستې چې هر ولایت ته ۱۸ عرادې دي، په کې ټراکټورونه، ټرالي او درېبلو ماشین شامل دي چې کابل، کاپیسا، پروان، لوګر، میدان وردګ، پکتیا، پکتیکا، ننګرهار، لغمان، کونړ، بغلان، بلخ، سمنګان، سرپل، جوزجان او هرات ولایتونو ته رسول شوي دي.
د سرچينې په حواله، په دغو بستو کې همداراز د «لایزر» ۱۲ دستګاوې او ۳۵ موټرسایکلونه هم شامل دي او ټولیز لګښت یي ۲۸ میلیونه او ۵۰۰ افغانۍ دى چې له لایزري ماشینونو سره یې ټولیز لګښت څه باندې ۵۰ میلیونه افغانیو ته رسېږي.
د کرنې وزیرد معلوماتو له مخې، له کرنیزو ماشینونو څخه ګټه پورته کول له ۲۰ څخه تر ۳۰ سلنه پورې د تخم او کیمیاوي سرې مصرف او تر ۵۰ سلنه د اوبو مصرف کموي.
د کرنې وزارت، په کرونده کې د اوبو د تنظیم پروژې رییس پرویزاحمد ناصري وایي، دغه پروژه د نړیوال بانک له لوري تمویلیږي چې په بېلابېلو برخو کې له دې جملې د محصولاتو ډېروالی، د اوبو له ضایعاتو څخه مخنیوی، د سربندونو او ویالو جوړلو په برخو کې فعالیت کوي.
د پروان ولایت یوه بزګرحاجي عبدالقهار په ياده غونډه کې يې د نورو بزګرانو په استازيتوب د کرنې وزارت له خوا د دغو دستګاوو له وېشلو خوښي وښوده او ویې ویل چې د لایزر لیول دستګاه کارول د کرنې په وده او پراختیا کې رغنده رول لري.
یاد بزګر وویل چې که ځمکې ته په کافي اندازه اوبه او سره ورکړل شي، خو ناهموار وي، بیا هم سمه او مناسب حاصل نه ورکوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










