کابل (پژواک،۲غويى۹۷): ولسمشر غني په کابل کې د اماراتو د استوګنې ښار ګوټي د پرانيستلو په مراسمو کې د کورونو جوړېدل د حکومت مهمه موخه وبلله او زياته يې کړه، افغان حکومت هڅه کوي چې د اماراتو خصوصي سکتور د افغانستان له خصوصي سکتور سره په ګډه کار وکړي.
د ښار او کور جوړولو وزارت د معلوماتو له مخې، د کابل ښار د قصبې کور جوړولو په سيمه کې د شيخ خليفه بن زايد آل نهيان د استوګنې ښار ګوټی(د اماراتو ښار ګوټی) چې ۳۳۳۰ داستوګنې اپارتمانونه لري، د جوړولو کار يې په۱۳۹۲ کال کې د عربي متحده اماراتو ابوظبۍ د مالي مرستو پراختيايي صندوق په مالي مرسته پيل شوی و.
ددغه وزارت وياندې نيلوفر لنګر وويل چې دغه ښار ګوټی، د ياد شوي صندوق په ۱۵۰ميليون امريکايي ډالري مرستې سره جوړ شوی او د ياد شوي ښار ګوټي کورونه ددولت ټيټ پوړو کار کوونکو ته په کمه بيه ورکول شوي دي.
هغې ددغه ښار ګوټي د اپارتمانونو بيې مشخصې نه کړې او ويې ويل چې ددولت ياد شوي کار کوونکي بايد ددغو اپارتمانونو بيې د شلو کلونو په اوږدو کې په شلو قسطونو کې ورکړي.
د نوموړې په وينا، هغه کسان چې د څلورو قسطونو پيسې يې ورکړې دي، کولی شي چې د خپل ساختمان کلي ترلاسه کړي.
په نننيو مراسمو کې د ولسمشر او د ياد شوي صندوق د مشر له خوا د يوشمېر اپارتمانونو کلي ګانې خپلو خاوندانو ته ورکړل شوې.
سره له دې چې لوړ پوړو دولتي چارواکو په لومړي سر کې د اماراتو ښار ګوټي بلاکونو جوړېدو پروژې تطبيق بې وزله خلکو لپاره د کور د ستونزې د حل په لړ کې مهم ګام بللی و، خو راپورونه وايي چې د حکومتي چارواکو له خوا دغه موخه په عمل کې نه ده پلې شوې او په ياد شويو اپارتمانونو کې کمو بې وزله کسانو ته ونډه ورکړل شوې.
د ۱۳۹۳ کال په يوه راپور کې راغلي:" هغه اسناد چې کليد ترلاسه کړي، ښيي چې د اماراتو له ټولو اپارتمانونو څخه...تر ۶۴سلنه ډېر يې د ولسمشرۍ ماڼۍ او پخواني ولسمشر حامد کرزي د لومړي او دويم مرستيالانو کار کوونکو او اجيرانو ته ورکړل شوي او پاتې ۳۵سلنه يې د ۵۷ نورو دولتي ادارو تر منځ ويشل شوي. له بلې خوا، سره له دې چې د نورو دولتي ادارو ونډه کمه ده، خو موندنې ښيي چې د ياد شوې ونډې ډېره برخه د ادارو د مرستيالانو، رييسانو او امرانو ترمنځ وېشل شوې او ټيټ پوړو چارواکو ته کمه ونډه ورکړی شوې ده."
د ښار او کور جوړولو وزارت وياند په دې اړه وويل چې د ياد شوو اپارتمانونو وېش د حامدکرزي د حکومت په وخت کې شوی او پر اوسني حکومت پورې اړه نه لري.
د ښار او کور جوړونې وزير سيد سعادت منصور د ياد شوي ښار ګوټي د پرانيستې په مراسمو کې ويلي چې ددغه ښار ګوټي د جوړولو کار په ۱۳۹۳ کال کې بشپړ شوی، خو د ساختماني کمپنۍ د حقوقي ستونزو په پرتله، د يادې شوې پروژې جوړولو ستونزې پر ټاکل شوې نټې حل نه شوې.
نوموړي وويل چې اوس ددغه وزارت د هڅو له امله، د ياد شوي ښار ګوټي ټول زيربيناوې بشپړې شوې دي.
د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني هم ددغه ښار ګوټي د پرانيستې په مراسمو کې، د ښار او کور جوړونې له وزير څخه مننه وکړه او ويې ويل چې ديوې پروژې له صفر څخه پيل شوی کار تر دې اسانه دی چې۳۰سلنه کار يې پرمخ تللی وي.
هغه د استوګنې رامنځ ته کول د حکومت يوه مهمه موخه وبلله او ويې ويل:" د خوشحالۍ ورځ ده چې د افغانستان خلک د ورور هېواد، عربي متحده اماراتو په نږدې همکارۍ سره، په خپل ژوند کې روښانه او څرګند بدلون ويني. "
هغه وويل چې افغان حکومت د اقتصادي شرايطو په بدلېدو سره هڅه کوي چې د اماراتو خصوصي سکتور د افغانستان له خصوصي سکتور سره په ګډه کار وکړي.
د ابوظبۍ د پراختيايي صندوق مشر محمد سيف السويدي په دغو مراسمو کې وويل، خوشحاله دی چې ددغې پروژې کار بشپړ شوی او نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
نوموړي وويل، دا يوه ستره پروژه ده چې د ابوظبۍ د پراختيايي صندوق له خوا تمويل شوې او ددواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په ټينګښت کې مهم رول لوبوي.
نوموړي وويل چې عربي متحده امارات ژمن دي چې د افغانستان د خلکو په څنګ کې به وي او له افغانستان سره به خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










