منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۶ غ.م
۴°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې د کرنې د نوو مېتودونو د زده کړې مرکز جوړ شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۸ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۳ غويى ۹۷): د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د خوړو او کرنې نړيوال سازمان له لوري د اوبو لګولو او کرنې په برخه کې د نوو مېتودونو د زده کړې مرکز جوړ شو.

دغه مرکز چې د ليليې اسانتياوې هم لري، د هېواد د بېلابېلو ولايتونو د کرنې د برخې متخصصينو او محصلينو ته د اوبو لګولو او کرنې په برخه کې د نوو مېتودونو د زده کړې زمينه برابروي.

ياد مرکز د غويي په ۳مه د بهسودو ولسوالۍ د ميرانو سربند سيمه کې د ننګرهار والي، د څو بهرنيو موسساتو مسوولينو او نورو ولايتي چارواکو له لوري پرانيستل شو.

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل چې د کرنې او اوبو لګولو سيسټمونو د لا غښتلتيا په خاطر جوړ شوي دغه مرکز باندې د خوړو او کرنې د نړيوال سازمان (FAO) څه باندې ۷۰۰زره امريکايي ډالر لګښت راغلی دی.

دی وايي، ياد مرکز نن افغان حکومت ته وسپارل شو او تر دې وروسته به PMS موسسې ته سپارل کېږي، چې فني او مسلکي کسان به په يادو برخو کې روزي.

هغه زياته کړه، د دغه مرکز لپاره ليليه هم جوړه شوې او هغه هېوادوال چې له نورو ولايتونو دغه مرکز ته د زده کړو لپاره راځي، د شپې به همدلته استوګن وي.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس رفېع الله رحيمزي د ياد مرکز د جوړېدو موخه د اوبو په کنټرولولو کې د متخصصو کسانو روزل او په افغانستان کې له کمو اوبو څخه په کرنې کې ډېره ګټه اخيستنه ده.

دی وايي، په افغانستان کې لويه ستونزه دا ده چې په کرنه کې مصروف خلک (کروندګر) د اوبو د ګټې اخيستنې په سمه طريقه نه پوهېږي.

د خوړو او کرنې د نړيوال سازمان استازي ټوميو سيچري وويل، چې دوی په راتلونکي کې هم د افغانستان د خوړو او کرنې د تنظيم لپاره بېلابېل پروګرامونه لري.

هغه ډاډ ورکړ چې د دغو دواړو سکټورونو د پرمختګ لپاره ياد سازمان د زنځيري پروژو او پروګرامونو پلان لري، چې په راتلونکي کې به پلي شي.

د PMS جاپانۍ موسسې مشر ډاکټر تيسي ناکامورا چې موسسه يې د دغه مرکز د روزنکي دنده مخته وړي، وايي، په ياد مرکز کې به له هغو نويو مېتودونو کار اخلي چې د افغانستان په مختلفو سيمو کې د ګټې اخيستنې وړ وي.

د ننګرهار ولايتي شورا غړي محمد ناصر کامه وال دا د سيمې لپاره يوه مهمه او بنسټيزه پروژه ياده کړه او غوښتنه يې وکړه چې په نورو سيمو کې هم بايد ورته پروژې پلې شي.

هغه د ننګرهار له والي وغوښتل چې د ننګرهار پوهنتون کرنې پوهنځي کې دې هم د دې برخې د عملي زده کړو د يوه مرکز جوړېدو وړانديز وکړي؛ ځکه د اوبو د مهار او ځنګلونو د روزنې لپاره دا مهم ځای دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه