منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۳۰ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د سرپل د پوهنې د مخکني او نوي رییس په ملاتړ لاریونونه وشول

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۸ کتنې

سرپل (پژواک، ٥ غويى ٩٧): په سرپل ولايت کې يو شمېر کسانو  د دغه ولايت د پوهنې د پخواني مشر او  يو شمېر نورو بيا د هغه پر ځاى د پوهني د نوي مشر په ملاتړ لاريونونه وکړل.

شاوخوا يوه اوونۍ مخکې د سرپل د پوهنې نوى رييس عظيم الحق عظيمي غوښتل چې خپلې دندې ته حاضر شي خو د پوهنې پخواني رييس عبدالغفور سرپلي پلويانو اجازه ورنه کړه.

نن د پوهنې د نوي رييس په پلوۍ شاوخوا ١٢٠ کسانو د سرپل ښار د ښځو په څلورلارې کې د سهار له اته نيمو تر نهه نيمو بجو غونډه وکړه.

د حکومت د اجرائیه رياست سلاکار محمدعارف شريفي چې د غونډې د ګډونوالو په استازيتوب يې خبرې کولې، دعوه کوله چې د سرپل والي محمدظاهر وحدت نه غواړي چې عظيم الحق عظيمي د پوهنې د رييس په توګه کار وکړي او په دې برخه کې د ولسمشر حکم پلى شي.

د دې غونډو نورو ګډونوالو هم غوښتنه کوله چې د ولسمشر حکم دې پلى شي.

خو تر دغه لاريون وروسته شاوخوا دوه زره کسانو د پوهنې له رياسته  د ښځو تر چوک پورې لاريون وکړ او ويل يې چې عظيمي د پوهنې د رييس په توګه نه مني.

هغوى ويل چې عظيمي په ازموينه کې د بلخ د پوهنې رياست ته غوره شوى او د سرپل د پوهنې رياست ته دې د  ازموينې له لارې له هغو ١٢ کسانو يو تن وټاکل شي چې دې څوکۍ ته يې له سرپل څخه ځانونه کانديد کړي دي.

له دغو لاريون کوونکو د حاجي عبدالغفار په نوم يو تن وويل چې بل هر څوک چې له قانوني لارې د پوهنې د رييس په توګه ټاکل کېږي، دوى يې مني خو عظيمي نه مني ځکه چې د دې کار د ترسره کولو وړتيا نه لري.

له عظيمي او عبدالغفور سرپلي سره مو اړيکه ټينګه نه شوه تر څو په دې اړه ورسره خبرې وکړو. دغه راز د سرپل والي او وياند يې هم بلخ ته تللي او د والي مرستيال هم ځواب رانه کړ.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه