منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۲۶ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د جلال اباد ښار په درېيو ناحيو کې د ولسي تړون پروګرام پيل شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۵۸ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۶ غويی ۹۷): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار په درېيو ناحيو کې د ۱۱ میلیونه ډالرو په لګښت د ولسي تړون د پروژو کار پيل شو.

د چارواکو په وينا، يادې پروژې د خلکو په خوښه او د هغوی د اړتيا مطابق د سلو شوراګانو له لوري مخې ته وړل کېږي چې زرګونه کسانو ته به په کې د کار زمينه برابره شي.

ياد پروګرام د غويي په ۶مه د جلال اباد ښاروالۍ په انګړ کې د يوې غونډې پر مهال پرانيستل شو چې په کې د جلال اباد ښار د اوسېدونکو سربېره ولايتي چارواکو هم برخه اخيستې وه.

د جلال اباد ښاروال ریاض الله درمل وویل چې د ولسي تړون پروګرام تر چتر لاندې د ښار په اوومه، اتمه او نهمه ناحیو کې د سل پرمختیايي شوراګانو پر مټ د ۱۱ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د ولس په خوښه بېلابېلې پروژې پلې کېږي.

نوموړي زیاته کړه د پروژو په پلي کېدو کې به ۲۵ سلنه ونډه ځايي خلک ورکوي او ښاروالي به یواځې د نظارت مسوولیت پر غاړه لري.

درمل د یادو ناحیو له هستوګنو غوښتنه وکړه چې د دې برنامې په ښه ترسره کېدو او ولسي ونډې په ورکړه کې بشپړه همکاري وکړي.

دی وايي، هغه ناحيې چې اوس په کې دغه پروګرام پيلېږي، نوې تاسيس شوې او له ډېرو ښاري اسانتياوو وروسته پاتې ناحيې دي چې د دغو پروژو په پلي کېدو به يې خلک له ښاري اسانتياوو برخمن او ډېر سهوليتونه به رامنځته شي.

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د یاد پروګرام د پرانيستې پر مهال وویل چې د ولسي تړون پروګرام د ولسمشر محمد اشرف غني د ځانګړې پاملرنې او هڅو په ترڅ کې رامنځته شوی چې پر مټ به يې د پروژو پلې کېدو تر څنګ د ولسونو تر منځ د یووالي او اتفاق روحیه پياوړې شي.

نوموړي زیاته کړه، د ولسي تړون پروګرام په ولسوالیو کې د کلیو او پراختیا ادارې او د ښار په ناحیو کې د ښاروالۍ له لوري تنظمېږي چې په خبره يې د دغه پروګرام په چوکاټ کې جوړې شوې ولسي شوراګانې به له دولت سره د امنیت په ټینګښت او نورو ستونزو په حل کې همکاري کوي.

منګل د ولسي تړون پروګرام مسوولینو ته سپارښتنه وکړه چې د یاد پروګرام په  تنظیم کې خپل مسوولیت په سمه توګه ادا کړي.

د ولایتي شورا غړي اجمل عمر د ولسي تړون پروګرام ستاینه وکړه چې په وینا یې د دغه پروګرام په پیل سره به ولسونه سره نږدې او هم به د دوی لومړنۍ اړتیاوې پوره شي.

نوموړي له ښاریانو غوښتنه وکړه چې د ياد پروګرام په ښه ترسره کېدو کې خپله همکاري دریغ نه کړي.

د يادولو ده، ياد پروګرام تر دې وړاندې د جلال اباد ښار په يو شمېر نورو ناحيو کې هم د ۱۰۰ نورو سيمه ييزو شوراګانو په همکارۍ پيل شوی او يو شمېر پروژې يې تر کار لاندې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه