منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:52 غ.م
ننوتل
10° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
دین او کلتورغړي

د خبريالانو ټولنو په کندهار کې د ځايي خبريال وژل وغندل

· 3 دقیقې لوستل · 151 کتنې

جلال اباد- کابل (پژواک، ۶ غويی ۹۷): په کابل، ننګرهار، خوست او يو شمېر نورو ولايتونو کې د خبريالانو ټولنو په کندهار کې د کابل نيوز د خبريال وژل وغندل.

په کندهار کې د کابل نيوز خبريال عبدالمنان ارغند پرون سهار شاوخوا نهه بجې کندهار ښار د نهمې ناحيې اړوند يارانې بازار سيمه کې د نامعلومو وسله والو له لوري ووژل شو.

د ننګرهار ولايت خبريالانو په کندهار کې د کابل نيوز د خبريال عبدالمنان ارغند وژنه وغندله او د خپل امنيت غوښتنه يې هم وکړه.

دوی وويل، خبريالان بې پرې دي او په جګړه کې ښکېل اړخونه نه بايد د خبريالانو ژوند ته ګواښونه جوړ کړي.

د ننګرهار ولايت خبريالانو د غويي په ۶مه د يوې اعتراضيه غونډې پر مهال د نوموړي وژنه وغندله او جګړه کې ښکېلو غاړو باندې يې غږ وکړ چې د خبريالانو ژوند ته پاملرنه وکړي.

دوی دغه راز په ننګرهار کې هم شرايط نا سم وبلل او له چارواکو يې وغوښتل چې دلته دې هم د د خبريالانو ژوند ته پاملرنه وکړي.

په ختيځ کې د امريکا غږ خبريال او د خبريالانو خونديتوب کمېټې استازي ذبيح الله غازي وويل چې د ارغند وژنه د ټولو خبريالانو پر وړاندې د ګواښ د موجوديت ثبوت دی او څرګندوي، په هېواد کې هېڅ خبریال خوندي نه دی.

هغه په جګړه کې ښکېلو غاړو باندې غږ وکړ، که د هر خبريال راپور مشکل لري، ورسره دې شريک کړي؛ هغه ته دې د وژلو جزا نه ورکوي.

په ننګرهار کې د يک ټلوېزيون خبريال تقي الله تقي په جګړه کې له ټولو ښکېلو غاړو وغوښتل چې خبريالانو ته دې د ستونزو جوړولو پر ځای هغوی ته د راپور ورکولو په برخه کې اسانتياوې برابرې کړي.

دی وويل، خبريالان د ولس ژبه ده او د هغوی په وژلو د ولس په ستوني پښه اېښودل کېږي او د ولس غږ بندېږي.

د طلوع نيوز خبريال زيار خان ياد بيا په ننګرهار کې هم د خبريالانو ژوند په خطر کې ياد کړ او پر چارواکو يې غږ وکړ چې د دوی ژوند خونديتوب ته دې کار وکړي.

هغه وويل زياته کړه ، د ننګرهار امنيتي وضعيت ورځ تر بلې په خرابېدو دی، خبريالان تر جدي ګواښونو لاندې دي او امنيتي ارګانونه يې بايد د ستونزو حل لپاره ګامونه پورته کړي.

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي بيا پژواک ته وويل چې دوی د خبريالانو د ژوند خونديتوب لپاره ځانګړي امنيتي پلانونه جوړ کړي او هېڅ داسې ستونزه به نه پېښږي چې د خبريالانو ژوند وګواښي.

د يو بل خبر له مخې، په خوست ولايت کې هم د ملي ، نړیوالو، ځايي رسنیو خبریالانو او مسوولینو د ارغند وژل په کلکه غندلي دي.

دوى له حکومتي مسوولینو وغوښتل چې د خبریالانو د ځاني خوندیتوب په برخه کې د عمل تر بریده کار وکړي او پر نورو ښکیلو ډلو یې هم غږ وکړ چې خبریالانو ته د ښې کاري ساحې په برابرولو او د دوي ځاني خونديتوب په برخه کې خپله همکاري درېغ نه کړي.

بلخوا د لوی کندهار د ځوانانو سراسري شورا په يوه اعلاميه کې د ارغند وژل غندلي او يو نه جبرانېدونکې ضايعه يې بللې ده.

د لوی کندهار د ځوانانو سراسري شورا د ځوانو فعالينو د فکر او عمل پر ازادۍ ټينګار کوي او د شهید ارغند په شان د ځوانو فعالينو وژنه په کلکو ټکو غندي.

د لوی کندهار د ځوانانو سراسري شورا همدارنګه له حکومته غواړي چې‌ د دې پېښې عاملین ولس ته په ګوته او د قانون په چوکاټ کي یې محاکمه کړي.

په کابل کې د خبريالانو کور له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې د ارغند وژل کېدل په کلکه غندل شوي او له حکومته يې غوښتي چې د خبريالانو امنيت ته پاملرنه وکړي.

د رسنيو د ملاتړ ادارې (نى) هم د کابل نيوز د خبریال وژل غندلي او حکومت يې ملامت کړى چې د خبريالانو د امنيت په ټينګولو کې پاتې راغلى دى.

دغه راز د کندوز، بغلان ، بلخ او يو شمېر نورو ولايتونو خبریالانو هم ياده پېښه غندلې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

محمد هارون
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور
دین او کلتور

ازبکستاني پلاوي په غزني کې له چارواکو سره وکتل او له تاریخي سیمو یې لیدنه وکړه

دین او کلتور

کابل کې د امام برهان‌الدین مرغیناني رحمة‌الله د علمي میراث په اړه نړۍوال کنفرانس جوړ شو

ټولنه

کندهار کې ۱۲ چیني ګرځندویان د اسلام په مبارک دین مشرف شوي

دین او کلتور

خبریالان: اطلاعاتو ته لاسرسي کې ځنډ او محدودیت د تبلیغاتو د مخنیوي او اطلاع‌رسونې برخو کې ستونزې جوړوي

دین او کلتور

افغانستان او قطر د ګرځندوی برخه کې د همکاریو پر پراختیا غږېدلي

دین او کلتور

تېرو شپږو میاشتو کې د بهرنیو په ګډون څه باندې ۵۰۰ زره سیلانیانو له بامیانه لیدنه کړې ده

دین او کلتور

کابل کې د «برم» په نوم نوی څېړنیز مرکز پرانیستل شو

دین او کلتور

د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي کې د اسلامي ثقافت د چاپ او نشر تولیدي مرکز د بنسټ ډبره کېښودل شوه