منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۹ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ننګرهار سوداګرو په شخصي لګښت د يوه صنعتي پارک د سړک پخولو کار پيل کړ

· ۳ دقیقې لوستل · ۵۵ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۶ غويی ۹۷): د ننګرهار ولايت سوداګرو او صنعت کارانو د دغه ولايت د شيخ مصري صنعتي پارک ته د سړک پخولو چارې پر خپل شخصي لګښت پيل کړې.

دوی وايي؛ ځکه يې دغه چاره خپله پیل کړه چې ولايتي ادارې ورسره په ځلونو ژمنې وکړې خو له کلونو راهيسې يې ژمنه پوره نه شوه.

د صنعت کارانو په وينا، د سړک اوږدوالی ډېر کم دی؛ خو له کلونو راهيسې ورته د ننګرهار ولايتي ادارې هېڅ پاملرنه نه ده کړې.

د دوی په وينا، د سړک چارې يې ځکه پيل کړې چې ځايي خلکو د سړک د غصب هڅې پيل کړې وې او صنعتي فابريکو ته هم تګ راتګ ستونزمن و.

د ننګرهار ولايت د سوداګرۍ او صنايعو خونې رييس تور ملنګ د غويي په ۶مه د ياد سړک د چارو د پيل پر مهال وويل چې د سړک اوږودالی نږدې يو کيلومتر دی او پراخوالی يې ۳۰ متر دی چې نن يې کار پيل شو.

هغه زياته کړه: ((لګښت يې ټول موږ سوداګر او د فابريکو مالکان ورکوو.))

نوموړي د لګښت  په اړه څه ونه ويل، خو اټکل کېږي چې پر دغه سړک به څو سوه زره ډالره لګښت راځي.

دی وايي، د شيخ مصري صنعتي پارک په دخولي سيمه کې له کوم ځايه چې پارک ته لاره ورغلې، استوګنيزې نومرې دي او ځايي خلکو د دې لارې غصب ته مخه کړې وه چې د سړک په جوړېدو به يې مخه ونيول شي.

د ننګرهار د سوداګرۍ او صنایعو رييس شېرعالم امله وال وايي، د سړک جوړېدو جواز د دوی په غوښتنه او د ولايت مقام په امر اخيستل شوی او ولايتي ادارې يې له غاصبينو د نيول شوو برخو په ژغورلو کې هم همکاري کړې ده.

دی وايي، د شيخ مصري صنعتي پارک تر تېر کال پورې په ايسا ادارې پورې تړلی و او يوازې يو کال کېږي چې دوی ته سپارل شوی؛ نو ځکه يې دوی هم په دغه يو کال کې د سړک پر پخولو نه دي توانېدلي.

د امله وال د معلوماتو له مخې، د شيخ مصري ښارګوټي د امنيت خونديتوب په موخه وزارت ته د يوې ځانګړې امنيتي قطعې د رامنځته کولو او د دغه ښارګوټي د احاطې دېوال جوړولو وړانديزونه شوي دي.

په ياد صنعتي ښارګوټي کې يو فابريکه لرونکی شهزاد عزيزي، که څه هم خوښ دی چې د دغه سړک د جوړېدو چارې په خپل شخصي لګښت پيلوي؛ خو وايي، دولت باندې يې هم حق دی چې دوی ته اسانتياوې برابرې کړي.

د يادولو ده، د شيخ مصري ښارګوټی د طالبانو د واکمنۍ پر مهال تاسيس شوی، اوسمهال په کې لسګونه فابريکې فعالې دي چې ۲۰۰۰ کسانو ته په کې د کار زمينه برابره شوې ده.

خو د معلوماتو له مخې، که د امنيت، برېښنا او نورو برخو اسانتياوې ورته برابرې شي نو دغه ښارګوټی د ۶۳۵ فابريکو ځایولو ظرفيت لري چې په زرګونو کسانو ته به په کې د کار زمينه برابره شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه