ترینکوټ ( پژواک، ۷ غویى ۹۷) : د اروزګان مرکز ترینکوټ کې د اروزګان غږ په نوم کلنۍ مشاعره جوړه شوه، چې په کې لسګونو شاعرانو، ځوانانو او مسوولينو برخه اخيستې وه.
دغه ډول مشاعره چې په لومړي ځل په دې ولايت کې ترسره شوه، د ځايي چارواکو په وينا، له دې وروسته به هرکال ترسره کیږي.
د اروزګان مرستیال والي عبدالواحد پټان له شاعرانو وغوښتل چې دخپلې ټولنې ناخوالې د شعر په ژبه بیان کړي او د سولې پیغام تر ښکېلو خواو ورسوي.
د اروزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نورمحمد ابدالي د هېواد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د وزیر پوهاند محمد رسول باوري هغه پیغام ولوسته چې د اروزګان غږ مشاعرې لپاره یې رالېږلی و.
ابدالي وویل، اروزګان غږ لومړنۍ مشاعره ده چې په دغه ولایت کې جوړيږي او تر دې وروسته همدغه مشاعره هرکال ترسره کیږي.
وروسته د غونډې یوشمېر نورو ګډونوالو په اروزګان کې په کلنۍ مشاعرې خوښي وښوده او دایې د ادب د مینه والو لپاره ښه موقع وبلله.
له ویناوو وروسته ګڼ شمېر شاعرانو د شعر په ژبه د سیمې روان تاوتریخوالی، اروزګان کې دوه کلنه جګړه او یوشمېر نورې ستونزي بیان کړې.
تردې مخکې د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د سلیمان تخت په نوم کلنۍ مشاعره ترسره کېده چې له تېرو دووکلونو راهیسې د نا امنيو له امله دغه مشاعره نه ترسره کیږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










