کابل(پژواک،۱۲غويی۹۷):يوه ترسره شوې سروې ښيي چې د هغو ښوونځيو ۵۷سلنه نوې جوړ شوې ودانۍ ترميم ته اړتيا لري، ۳۰سلنه يې د څښاک پاکې اوبه نه لري او ۷۰سلنه ښوونځي پوره کتابونه نه لري.
د روڼتياد څار ادارې نن اعلان وکړ چې دغه ارقام يې په کابل، بلخ، بغلان، فارياب، خوست، کونړ، کندوز، پروان، کاپيسا او هرات ولايتونو په ۲۷۶ښوونځيو کې د يوې ترسره شوې سروې پر بنسټ ترلاسه کړي.
د روڼتيا د څارادارې مشر سيد اکرام افضلي وويل چې د پوهنې په برخه کې د تمويلوونکو له خوا د ميلياردونو ډالرو پانګونې سره سره، د پوهنې کيفيت او فزيکي زيربنا وضعيت لا هم په ټيټه کچه کې قرار لري.
د نوموړي په وينا، يوازې امريکا له ۲۰۰۲تر ۲۰۱۴ زېږديز کال پورې له افغان حکومت سره د لومړنيو او ثانوي زده کړو څخه د ملاتړ لپاره کابو ۷۶۰ميليون ډالره مرسته کړې ده.
د نوموړي په وينا، لا هم د هېواد له ۱۷۴۰۰فعالو ښوونځيو څخه کابو نيمايي يې ودانۍ نه لري او تر شنه اسمان ، خېمو او يا کرايي ودانيو کې فعاليت لري.
د نوموړي په وينا،۸۷۰۰ښوونځي ودانۍ نه لري، پوره ټولګي نه لري او دغه ستونزه ددې لامل شوې چې زده کوونکي په دوو وختونو يا ان درېيو وختونو کې درس ووايي.
د هغه په وينا،د سروې موندنې ښيي چې په سروې کې د شاملو ټولو ۲۷۶ښوونځيو څخه،۵۷سلنه نوي جوړ شوي ساختمانونو يا چتونو درز کړی او يا يې هم دروازې، کړکۍ او فرنيچرونه مات شوي دي.
د افضلي په وينا،په سروې کې شامل ۴۲سلنه ښوونځي، تشنابونه او ۴۴نور يې د څښاک پاکې اوبه نه لري.
هغه وويل چې په سروې کې شاملو ښوونځيو کې د پرمختللو وسايلو نه شتون، علمي لابراتوارونو، کمپيوټر او کتابتونونو ته کم لاس رسی بله مهمه ستونزه ده.
نوموړي وويل چې د ۷۹ښوونځيو زده کوونکو ويلي چې پوره درسي کتابونه لري، خو د ۱۸۶ښوونځيو زده کوونکو ويلي چې پوره درسي کتابونه نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې د درسي کتابونو د چاپ لپاره د ۷۵ميليون امريکايي ډالرو د ځانګړي کېدو خبر ورکړی دی.
افضلي ددغو پيسو بېلېدو ته په اشارې سره وويل:" ښايي دا د ذينفع کسانو، په ځانګړې توګه پوهنې وزارت لپاره فرصت و اوسي، څو له سرچينو څخه د اغېزمنې استفادې څخه ډاډ ترلاسه کړي."
افضلي دغه راز د مسلکي ښوونکو کمښت د پوهنې پروړاندې بله ننګونه وبلله او ويې ويل ، په څېړل شوو ټولو ښوونځيو کې يوازې ۴۳سلنه يې لږ تر لږه ۱۴پاس مسلکي ښوونکي لري.
خو نوموړي وويل چې د پوهنې وزارت چې د روڼتيا څار ادارې په واک کې په ملي کچه ارقام ورکړي، د هېواد د ښوونځيو ۶۵سلنه ښونکي مسلکي دي او لږ تر لږه ۱۴پاس معيار لري.
هغه زياته کړه چې امنيت په هېواد کې يوه مهمه ننګونه ده چې معارف يې زيانمن کړی او د سروې موندنې ښيي چې په سروې کې د شاملو۲۷۶ښوونځيو څخه يوازې لس سلنه يې د نا امنيو له امله تړل شوي دي.
افضلي د پوهنې وزارت په حواله وويل چې اوسمهال د هېواد په کچه د نا امنيو له امله ۱۰۰۰ښوونځي تړل شوي دي.
د افغانستان د روڼتيا سازمان د پوهنې د ستونزو د حل لپاره وړانديز کړی چې د ښوونځيو د ودانيو په جوړولو او ساتنه کې خلکو ته ونډه ورکړای شي، د ښوونځيو د جوړولو او ساتنې لپاره دې لا ډېرې مرستې جذب شي،دداسې ودانيو د جوړولو لټه چې لګښت يې کم وي، ددرسي کتابونو لپاره عامه او خصوصي ګډون، د تعليمي کال په پای کې دې له زده کوونکو څخه درسي کتابونه په جدي توګه راټول او په دې برخه کې دې منظم سيستم رامنځ ته شي،د مسلکي ښوونکو او په ولايتونو کې د ښځينه ښوونکو جذب د پوهنې په برخه کې ددغو ستونزو حل دى. .
د پوهنې وزارت د سواد زده کړو مرستيال، سردار محمد رحيمي چې په نننۍ ناسته کې يې ګډون درلود، د يادې شوې سروې موندنې او په معارف کې د ستونزو شتون تاييد کړ.
نوموړي وويل چې د پوهنې وزارت به په خپلو پروګرامونو کې ددغې سروې له موندنو او د روڼتياد څار سازمان له وړانديزونو څخه کار واخلي.
خو نوموړي زياته کړه چې د پوهنې وزارت پنځه کلن پلان ترتبيب کړی او د ياد شوي پلان په تطبيق سره به ډېری هغه ستونزې حل شي چې نن يادې شوې.
رحيمي وويل چې د پوهنې ستونزې سترې دي او بايد په ملي کچه مبارزه ورسره وشي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










