منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۰ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د درملو او روغتيايي محصولاتو د بيو د کنټرول او کيفيت ارزونې کمپاين دويم پړاو پيل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۴ کتنې

کابل(پژواک،۱۵غويی۹۷): د درملو او روغتيايي محصولاتو د تنظيم ملي ادارې د درملو د قاچاق د مخنيوي، د روغتيايي محصولاتو او درملو د بيو د کنټرول او کيفيت د تضمين په موخه د ارزونې د کمپاين دويم پړاو پيل کړ.

د روغتيايي محصولاتو او درملو د تنظيم د ملي ادارې رييس ډاکټر نورشاه کامه وال نن په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل چې هڅه کېږي څو د افغانستان خلک په مناسبه بيه با کيفيته، اغېزمن او مصون درملو ته لاس رسی و مومي.

د نوموړي په وينا، د درملو توليدي او توريدي شرکتونه مکلف دي چې بازار ته د هر درمل له وړاندې کولو څخه مخکې بايد د روغتيايي محصولاتو او درملو د تنظيم ادارې څخه د هغو د کيفيت د کنټرول اسناد ترلاسه کړي.

کامه وال وويل چې د قانون پر بنسټ، درملتونونه مکلف دي چې ناروغ ته د معالج ډاکټر له نسخې سره سم درملو له ورکولو وروسته، د نسخې پر شا د درملو ټوليزه بيه او د درملتون مهر ولګوي.

د نوموړي په وينا، په دغه کمپاين کې د درملتونونو د خريدارۍ لېست ارزول کېږي، څو ډاډ ترلاسه شي چې دوی د مجازو طبي وسايلو د عمده پلور د فعاليت رسمي جواز لرونکو توليدي او توريدوي شرکتونو  څخه پېرلي دي.

نوموړي وويل چې په دې کمپاين کې د هغو درملو چې جواز نه لري او د غير قانوني بازار موندنې او اعلانونو مخه نيول کيږي.

نوموړي زياته کړه، له قانون سره سم  هغه درمل،طبي تجهيزات او وسايل به ضبط کړای شي چې د پېرلو رسمي اسناد ونه لري.

 د هغو راپورونو له مخې چې پخوا خپاره شوي دي، په هېواد کې له ټولو ۱۴زره درملتونونو څخه، شاوخوا ۴زره يې فارمسيستان لري، پاتې نور  يې فارمسيست نه لري.

د روغتيايي محصولاتو او د رملو د تنظيم د ملي ادارې مشر په دې اړه وويل چې له شپږ کلونو راهيسې په دې اړه هڅه شوې چې د فارمسيستانو شمېر ډېر شي.

نوموړي وويل،پر داسې طرحې کار وان دی چې د هېواد په کچه د فارمسيستانو او درمل جوړونې د کار کوونکو شمېر ډېر شي.

کامه وال زياته کړه،په کابل ښار کې داسې درملتونونه شتون لري چې جواز نه لري ده له جزيياتو ورکولو پرته وويل چې تر اوسه ۹۳دا ډول درملتونونه پېژندل شوي او مالکانو ته يې جزا ورکړل شوې ده.

د نوموړي په وينا، هغه درملتونونه چې له ۱۳۹۲ کال راهيسې بند کړای شوي وي،له تلې مياشتې څخه به د ځنځيري درملتونونو په پيلېدو سره کار پيل کړي او په ياد شوو درملتونونو کې فارمسيستانو ته د لومړيتوب حق ورکړل شوی دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه