منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۷ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

له پراختيايي شوراګانو سره د ١٨ پروژو تړونونه لاسليک شول

· ۲ دقیقې لوستل · ۴۰ کتنې

کابل (پژواک، ۱۵ غويی ۹۷):د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له پراختيايي شوراګانو سره د ۴۲ ميليون افغانيو په ارزښت د کارېزونو د بيارغونې او جوړولو د ١٨ پروژو تړونونه لاسليک کړل.

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزير مجيب الرحمن کريمي نن کابل کې د دې تړونونو د لاسليک په مراسمو کې وويل چې د دغو پروژو له ګټې به  ۶۴ زره کسان ګټه پورته او  ۲۷ زره کاري ورځې به رامنځته کړي.

د دغه وزارت د چارواکو د معلوماتو له مخې، دغه پروژې په کابل، ننګرهار، هرات او کندهار ولايتونو کې د روان مالي کار تر پايه ( د مرغومي لومړيو) پورې بشپړېږي.

هغه زياته کړه چې په دغو پروژو کې د خلکو ونډه لس سلنه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ٢٠٠٤ ميلادي کال د يوې سروې له مخې،په هېواد کې ۳۶ سلنه کارېزونه وران شوي او ولسمشر اړوندو وزارتونو ته امرکړى چې د هېواد په کچه د ۳۴۰۰ کارېزونو د سروې او بيارغونې  لپاره پنځه کلن پلان جوړ کړي.

د کليو پراختيا وزير وايي، تر اوسه د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ۱۰۶ کارېزونه سروي شوي او د ۳۶ کارېزونو د بيارغونې ډيزاين بشپړ شوى دى.

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزير په نننۍ خبرې ناسته کې انګلستان ته د خپل سفر په اړه هم معلومات ورکړل.

هغه دوه اوونۍ وړاندې دغه هېواد ته سفر کړى و.

مجيب الرحمن کريمي، وايي چې د دغه سفر پر مهال افغانستان د ار اي سي اې پي (RECAP) سازمان غړيتوب ترلاسه کړ.

د ياد وزارت وياند د معلوماتو له مخې، دغه سازمان د انګلستان هېواد اړوند دى، د هند، پاکستان، بنګلدېش او نيپال په ګډون ۱۷ غړي لري او د ترانسپورټ سکتور په برخه کې پر څېړنو تمرکز کوي.

د کريمي په وينا، دغه سازمان د خپلو ملګرو اکاډميکو بنسټونو په مرسته د کليوال ترانسپورټ په برخه کې له بوختو ادارو سره د وړتيا لوړونې، سروې او تخنيکي څېړنو په برخه کې مرسته کوي.

د ده په وينا، ياد سازمان به د افغانستان د کليو پراختيا وزارت له انسټيټيوټ سره مرسته وکړي چې د هېواد د کليوالي سړکونو تخنيکي سروې ترسره کړي او د جوړولو لپاره ورته بوديجه پيدا کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه