منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۵۹ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په څرخي پله زندان کې د اوبو د تصفيه خونې د جوړولو چارې پيل شوې

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۲ کتنې

کابل (پژواک ٢٤ غويى ٩٧): د کابل په څرخې پله زندان کې د لسو ميليونو ډالرو په لګښت د ککړو اوبو د تصفيه خونې د جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

په کابل کې د امريکا سفارت له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې تصفيه خونې د بنسټ ډبره، نن د کورنيو چارو د وزير ويس احمد برمک او د امريکا د سفير جان بس له خوا کېښودل شوه.

سرچينه کاږي، دغه پروژه چې ارزښت يې لس ميليونه امريکايي ډالره ده، د متحدو ايالاتو له خوا تمويلېږي.

سرچينه زياتوي، د دغې يو کلنې پروژې په بشپړېدو سره به د افغانستان تر ټولو ستر محبس څرخي پله کې تر ١٤٠٠٠ زياتو بنديانو ته د ککړو اوبو د تصفيه کولو اسانتياوې برابرې شي.

د امريکا سفير ويلي: "دغه پروژه د امريکا او افغانستان په دولس کلن مشارکت کې د يوه بل مهم ګام څرګندونه کوي، ترڅو د محابسو په تاسيساتو او ودانيو کې ښه والى راشي، موږ د افغانستان له حکومت سره د ډاډه، خوندي او عصري بندخونو د لرلو په برخه کې مرستې ته ژمن پاتې يو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه