Language

کندهار کې د ساري ناروغیو د مخنيوي لپاره د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

کندهار (پژواک، ۳۰ غویی ۹۷): د کندهار په میرویس روغتون کې د ساري ناروغیو د مخنیوي په موخه د یوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې.

د دغې ودانۍ د کار پیلولو مراسمو کې د کندهار والي زلمي ویسا، د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالقیوم پخلا، د یو شمېر نړیوالو موسسو استازو او ډاکټرانو ګډون کړی وو.

د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالقیوم پخلا پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ودانۍ ۱۴ خونې او همدومره بستره لري چې پر جوړېدو یې ۶ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او د نړیوال روغتیايي سازمان (WHO) له خوا ورکول کېږي.

ده زیاته کړه، دغه ودانۍ به په څلور نیمو میاشتو کې جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي چې ډېرې ستونزې به ورسره حل شي.

دی وايي، میرویس روغتون د حوزې په کچه فعالیت کوي چې د ساري ناروغیو د درملنې لپاره یې ځانګړې ودانۍ نه لرله او په دې برخه کې ډاکټران او ناروغان له ستونزو سره مخامخ وو.

د کندهار والي زلمي ویسا هم وویل چې د دې ودانۍ په جوړولو سره به د ساري ناروغیو ښه درملنه وشی او دغه ناروغۍ به کمې شي.

ویسا له نړیوال روغتیايي سازمان څخه مننه وکړه چې د دې ودانۍ په جوړولو کې همکاري کوي.

login or register a new account.

Related Topics