جلال اباد (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېته ۹۷): د ننګرهار ولايت اوسېدونکي او د دغه ولايت ولايتي شورا وايي، چې د ټاکنو د نوم ليکنې د مرکزونو ساتونکي پوليس د تلاشۍ او دندې پر مهال بېغوري کوي چې له امله يې امنيتي پېښې رامنځته کېږي.
بلخوا په دغه ولايت کې د ټاکنو کمېسيون هم د پوليسو له بېغورۍ شکایت کوي او وايي، دغه کار لامل شوی چې د نوم لیکنې لړۍ ټکنۍ کړي.
خو د ننګرهار امنيه قومانداني بيا يادې نيوکې پر ځای نه ګڼي او وايي، تر پخوا ساتونکو څار ډېر کړی او ياده ستونزه تر ډېره حل شوې ده.
د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې په مربوطاتو کې د ټاکنو په يو مرکز کې چاودنه، تر هغه مخکې په دويمه ناحيه کې د نوم ليکنې د مرکز د پوليسو وژل کېدل او تازه پرون سهار په ښېوې ولسوالۍ کې د ټاکنو په يو مرکز کې چاودنه هغه پېښې دي چې خلک يې د پوليسو د بېغورۍ له امله ګڼي.
دوی وايي، ښاري سيمو کې تر ډېره له يادو مراکزو امنيتي مسوولينو څارنه کوله او ستونزې يو څه کنټرول شوې وې، خو په ولسواليو کې د دې لړۍ پيل اوس ډېرې اندېښنې را ټوکولې دي.
مدني فعال ډاکتر شکرالله مشکور وايي، ډېر داسې مراکز يې ليدلي چې ساتونکي پوليس يې هېڅ د مرکز ساتلو ته پام نه کوي.
هغه د سره رود ولسوالۍ په امرخېلو سيمه کې په يوه ښوونځي کې د جوړ شوي مرکز د وضعيت په اړه وايي: ((امرخېلو لېسه کې پوليس خپله په موبايل کې مصروف وي او تلاشۍ ته يې د لېسې زده کوونکي درولي دي.))
يو بل مدني فعال نعمت الله همدرد هم ورته شکايت لري او وايي، تر هغه وخته چې پوليس خپلو دندو کې جدي نه شي؛ نو د مراکزو امنيت خونديتوب به تر پوښتنو لاندې وي.
هغه له امنيه قوماندانۍ وغوښتل چې پر يادو پوليسو څار ډېر کړي او سرغړوونکي پوليس دې مجازات کړي.
د ننګرهار د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمری هم وايي چې د پوليسو بېغوري يوازې د ټاکنو د نوم ليکنې مرکزونه نه، بلکې په ډېرو ساحو کې يې د امنيتي پېښو رامنځته کېدو زمينه برابره کړې ده.
هغه پژواک اژانس ته وويل، مراکز له دې امله په ښوونځيو او جوماتونو کې دا ځل جوړ شوي چې د درغليو مخه ونيول شي، خو د امنيت د تامين په برخه کې يې ستونزې جوړې کړې دي.
د ننګرهار د ټاکنو کمېسيون مشر ذبيح الله وګړی هم وايي چې د پوليسو د همدې بېغورۍ له امله خلک په اسانۍ د نوم ليکنې مرکزونو ته زړه نه ښه کوي چې ولاړ شي او له دې سره د نوم لیکنې لړۍ کمرنګه شوې.
دی وايي، د ټاکنو په مرکزونو کې هره رامنځته کېدونکې پېښه خلک نا زړه کوي او په ياده پروسه کې يې له برخې اخيستو زړه توري کوي.
نوموړی له امنيې قوماندانۍ د همکارۍ د لا زياتولو غوښتنه کوي او ټينګار کوي چې تر ډېره يې همکاري کړې خو د سرتېرو بېغوري لويه ستونزه ده.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د نوم ليکنې د لړۍ له پيله تر اوسه په دغه ولايت کې شاوخوا ۱۳۴ زره کسانو ځانونه ثبت کړي، چې له ډلې يې له ۳۵ تر ٤٠ سلنه مېرمنې دي.
بلخوا د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مسوولین د خلکو يادې نيوکې بېځايه ګڼي او وايي چې اوس يې دغه ستونزه تر ډېره کنټرول کړې ده.
د امنيې قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال پژواک اژانس ته وويل چې په جلال اباد ښار کې د دوو پېښو له رامنځته کېدو وروسته يې مراکزو ته د پوليسو شمېر دوه چنده کړی، پلې او موټر داره ګزمې يې هم پلان کړې او پر پوليسو د څار لړۍ هم پيل شوې ده.
هغه خلکو ته ډاډ ورکړ، که هر پوليس د غفلت پر مهال ونيول شي، نو قانوني سزا به ورکړل شي او حتی د دندې ځای به يې تغيير شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










