کابل(پژواک،۳غبرګولۍ۹۷): په ټاکنو کې د نوماندۍ شرطونه سخت شوي او د ټاکنو کمېسيون د نوي طرزالعمل له مخې، د ولسي جرګې هر نوماند بايد د نوم ليکنې پرمهال د رايې ورکولو پر شرايطو د برابرو زرو کسانو سټېکر شوې تذکرې او د ګوتو نښانې ولري او د ځان د محکوميت او نه محکوميت په اړه دقيق معلومات وړاندې کړي.
دغه شرطونه په هغه طرزالعمل کې چې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له خوا د درج شوي حکم د ۱۰۸مې مادې په تقليد او د ټاکنو قانون درج شوو حکمونو(۳۹،۴۰،۴۴،۵۱،۷۳،۷۴ او۷۵) مادو په پام کې نيولو سره وضع شوي دي.
د ۱۳۹۷ کال د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنو د نوماندانو د ثبت نام د طرزالعمل له مخې د نوماندانو شرطونه په لاندې ډول دي:
.*د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د نوماندانو بشپړ معلومات.
* د ولسواليو شوراګانو د نوماندانو د ۱۲ټولګي د فراغت اسنادو کاپي.
* د ټاکنو( ولسي جرګې، ولايتي شوراګانو او ولسواليو شوراګانو) د نوماندۍ په ورځ د ۲۵کلنۍ عمر پوره کېدل .
* د ولسي جرګې ټاکنو لپاره د نوماندانۍ د ضمانت په توګه د ۳۰زره افغانيو او د ولسواليو شوراګانو په ټاکنو کې د نوماندۍ لپاره د ۱۰زره افغانيو ورکړه.
* د خپلې دندنې د وروستي مورد په اړه جزييات او له دولتي دندو څخه د ذيصلاح چارواکو له خوا د استعفا منل شوی ليک.
* ( په هېواد کې دننه او بهر) د نغدو پيسو، نقليه وسيلو، سوداګريزو مالونو، ګاڼو، قېمتي عتيقه شيانو او څارويو په ګډون د خپلې منقولې شتمنۍ په اړه بشپړ جزيياتو وړاندې کول.
* (په هېواد کې دننه او له هېواد څخه بهر) استوګنې او سوداګريزو ملکيتونو او کرنيزو ځمکو په ګډون د خپلې غير منقولې شتمنۍ په اړه بشپړ جزييات.
* د زر ټوکه ثبت شوو تذکرو کاپي وړاندې کول.
* د ولسي جرګې نوماندان بايد د ولسي جرګې په ټاکنو کې د خپلې نوماندۍ د غوښتې د تاييد په موخه د نوم، پلار نوم، ولايت، ولسوالۍ او د تذکرې د ثبت شمېرې ،پاڼې، د ټوک ګڼې په ګډون، د رايې ور کوونکي د نوم ليکنې د ثبت د تصديق ګڼې( د تذکرې پر شا لګېدلي سټېکر شمېره) او په ډک شوي فورم کې د نوماندانو د لږ تر لږه زر تاييد کوونکو د ګوتو نښې کمېسيون ته وسپاري.
* د کمېسيون د طرزالعمل له مخې،که له ۳۵سلنه ډېرې ثبت شوې تذکرې د دوو يا ډېرو نوماندۍ غوښتونکو ترمنځ سره ورته( مشابه) وي، د ټولو د نوماندۍ غوښتنه رد کېږي.
* د محکوميت او نه محکوميت په اړه کره معلومات
* د غير قانوني وسله والو ډلو کې د غړيتوب د نه ګډون او په اړه يې لاسليک شوی ژمن ليک
* د غير قانوني وسله والو ډلو د غړيتوب يا قوماندانۍ په اړه د شته ادعا په صورت کې،د ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو،ملي امنيت رياست او ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون څخه جوړ کمېسيون به ادعا او شکايتونه ارزوي او په دې اړه به لازم تصميم نيسي.
* په لومړني نوملړ کې شامل نوماندان بايد د نوماندانو د نهايي نوملړ له خپرېدو څخه مخکې چې په تقويم کې مشخص شوي، خپل انصراف په ليکلي ډول کمېسيون ته وړاندې کړي، که په ټاکنيز تقويم کې له ټاکلې نېټې وروسته له خپلې نوماندانۍ څخه تېر شي او يا يې نوم د شکايتونو کمېسيون له خوا لرې کړی شي، رايې يې د محاسبې وړو نه دي او د ضمانت پيسې يې هم بېرته نه ورکول کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د پخوانيو ټاکنو په قانون او غړي You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










