ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي : وسله والو طالبانو تخار کې ۲۳ ښوونځي تړلي

چارواکي : وسله والو طالبانو تخار کې ۲۳ ښوونځي تړلي

author avatar
24 May 2018 - 12:47
چارواکي : وسله والو طالبانو تخار کې ۲۳ ښوونځي تړلي
author avatar
24 May 2018 - 12:47

تالقان (پژواک، ٣ غبرګولى ٩٧): د تخار د پوهنې رياست وايي چې له تېرو څو ورځو راهيسې وسله والو طالبانو ددغه ولايت ٢٣ ښوونځي تړلي دي.

د پوهنې رييس عبدالسميع ابديار د غبرګولي په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو ۱۵ ښوونځي په درقد، ۴ په خواجه بهاوالدين او درې په ينګي کلا ولسوالۍ کې تړلي او يو بل ښوونځی د جګړې له امله په خواجه غار ولسوالۍ کې تړل شوی دی.

د نوموړي په وينا، طالبانو ګواښ کړى چې که ددغې ډلې له لوري ټاکل شوی د پوهنې رييس امير محمد مزمل د ملي امنيت له بنده را خوشې نه شي، تړل شوي ښوونځي به خلاص نه کړي.

ابديار وايي : ((موږ د خلکو له لارې غواړو دغې ستونزې ته د حل لار پيدا کړو، د طالبانو پلاوي د تخار والي او نورو امنيتي چارواکو سره خبرې کړې دي؛ خو خبرو يې کومه پايله نه درلوده.))

د درقد ولسوال سيف الدين مشتاق بيا وايي، طالبانو ګواښ کړى چې که د دوى د پوهنې رييس  خوشې نه شي؛  نور ښوونځي به هم وتړي او د ټاکنو بهير به هم له خنډ سره مخ کړي.

مشتاق زياتوي، په ټولو نا کراريو او سخطو شرايطو کې ښوونځي نه وو تړل شوي او طالبانو هم ورسره مخالفت نه کاوه؛ خو ددغې ډلې د ياد چارواکي له نيول کېدو وروسته په ځېنو ولسواليو کې د طالبانو دريځ بدل شوی، که حالت همداسې دوام وکړي دا به د پوهنې لپاره ستر زيان وي.

د درقد ولسوالۍ د ترکو د کلي اوسېدونکي عبدالجبار پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوه زامن يې د ښوونځي د تړل کېدو له امله له زده کړو پاتې شوې دي.

نوموړی وايي:((دوه اوونۍ وشوې چې د طالبانو تر ولکې لاندې سيمو کې ټول ښوونځي تړل شوي دي. طالبان وايي چې د دولت ښوونکو، مديرانو او نورو کارکونکو ته يې اجازه ورکوله چې په ډاډه زړه کار او فعاليت وکړي؛ خو له دې وروسته به د دولت يوه کارکوونکي ته هم د کار او فعاليت اجازه ورنه کړی.))

خو د والي وياند سنت الله تېمور وايي، دوی نه شي کولی چې د طالبانو د پوهنې رييس له بنده خلاص کړي.

هغه پژواک ته وويل، په پام کې ده چې د طالبانو تر ولکې لاندې سيمې د عملياتو په ترڅ کې پاکې او خلکو ته د زده کړو زمينه برابره شي.

تېمور وايي، له طالبانو سره معامله ناشونې ده .

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.