منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۰ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

يو خیریه بنسټ ځاځي اریوب کې د نجونو يوې لېسې ودانۍ جوړوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۳ کتنې

ګردېز(پژواک، ۴ غبرګولی ۹۷): د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د ګل غونډۍ نجونو عالي لېسې لپاره ديوه خیریه انکشافي بنسټ له لوري دپنځلس میلیونه افغانیو په لګښت ودانۍ جوړېږي.

د پکتيا د پوهنې ريیس کوچي ځاځي چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د يادې لېسې د ودانۍ د جوړېدو په موخه دغې ولسوالۍ ته تللی و،د غبرګولي په ٤مه پژواک اژانس ته وويل:" زه لومړی د اریوب خیریه انکشافي بنسټ څخه مننه کوم چې دوی دې ښوونځي ته ودانۍ جوړوي او بیا ددې سیمې له قومي مخورو، ځوانانو ډېر منندوى یم چې دوى د پوهنې په برخه کې زموږ سره همکار دي."

هغه وايي، یاده ودانۍ په دوه پوړونو کې جوړېږي چې ۱۳ خونې به لري،په لس خونو کې به یې درسي او درېیو نورو کې به یې اداري چارې پر مخ وړل کیږي، چې ټولټال به شاوخوا پنځه سوه زده کوونکې په کې په یو وخت خپلې زده کړې پر مخ يوسي .

د پوهنې ريیس وویل، له همدې ځایه په نورو پکتیاوالو هم غږ کوي چې د پوهنې په برخه کې له دوى سره همکار واوسي، تر څو په پوهنه ییزه برخه کې زیاتې ستونزې له منځه لاړې شي.

د همدې لېسې امر محمد طاهر اصولي وويل چې ددغې سیمې ټولې زده کوونکې چې شمېر یې شاوخوا ۳۰۰ تنو ته رسیږي د ودانۍ نه موجودیت له امله له زیاتو ستونزو سره مخ وې، خو ددغې ودانۍ له جوړېدو سره به ډېرې ستونزې له منځه لاړې شي.

نوموړي دپوهنې ریاست چارې وستایلې او د یاد ریاست له رهبرۍ څخه یې هیله وکړه چې دغې لېسې ته دې په راتلونکي کې ځانګړې پاملرنه وکړي.

دا لومړی ځل نه دى چې د پوهنې ریاست په هلو ځلو د سیمې اوسېدونکي په خپله په خپلو سیمو کې ښوونځي ته ودانۍ جوړوي.

تر دې مخکې هم د زرمت ولسوالۍ یوتن قومي مشر حضرت محمد ددغې ولسوالۍ د تروې لومړني ښوونځي ته د پوهنې وزارت د نقشې مطابق نوې ودانۍ جوړه کړې، چې شپږ درسي خونې لري او ودانۍ یې په یونیم جریب ځمکه باندې جوړه شوې ، چې شاوخوا یو عشاریه دوه میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی و.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه