ترینکوټ (پژواک، ۱۳ غبرګولى ۹۷): په اروزګان ولایت کې د ٤٠ نجونو په ګډون له ٦٥١ کسانو د کانکور ازموينه واخيستل شوه.
دغه ازموينه د غبرګولي په ١٣مه د لوړو زده کړو له وزارت څخه راغلي پلاوي، د اروزګان والي، د ولایتي شورا غړو او یو شمېر نورو مسوولینو په حضور کې واخيستل شوه.
د اروزګان والي محمد شفیق اسدالله سعید د کانکور له ګډنوالو وغوښتل چې د لوړو زده کړو په ترلاسه کولو سره ټولنې ته د خدمت مصدر وګرځي او نور هم وهڅوي چې د ټوپک پر ځای قلم غوره کړي.
والي وویل، دا چې اروزګان له مرکز څخه په لرې واټن کې موقعیت لري او تر ډېره جګړو ځپلى دى خو بیا هم خوښ ځکه دي چې نن ګڼ شمېر ځوانان د لوړو زده کړو ترلاسه کولو لپاره د کانکور ازموینه ورکوي.
سعید باوري دى که چېرې ښوونه او روزنه ترلاسه شي نو شته ناخوالې به پای ته ورسېږي.
دغه راز د لوړو زده کړو وزارت پلاوي مشر پوهندوی دوست محمد فیضي د ازموينې له ګډونوالو وغوښتل چې له خپلو وړتياوو سره سم پوهنځي وټاکي څو د بريا چانس يې ډېر شي.
همدارنګه د اروزګان پوهنتون رییس پوهنیار اسدالله نور وويل چې د ٤٠ نجونو په ګډون سږ کال د کانکور په ازموينه کې ٦٥١ کسانو برخه اخيستې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال په دغه ولايت کې ٦٧١ کسانو د کانکور په ازموينه کې ګډون کړى و چې ٦١ يې نجونې وې.
د نور د معلوماتو له مخې، دغه ولايت دوه پوهنځي لري چې سږ کال به د کرنې او ښوونې روزنې په پوهنځيو کې ۶۴۰ د عمومي کانکور او ۱۳۰ تنه به د داخل خدمت له زده کوونکو جذب کړي.
نوموړی وایي، که چېرې سږ کال د دغه ولایت پوهنتون ته د یو ټولګي په تعداد نجوني بریالۍ شي نو دوی به ورته په ملالۍ ښځينه لېسه کې د زده کړو زمینه برابره کړي.
د اروزګان په نننۍ کانکور ازموینه کې ډېره برخه اخیستونکي نجونې د دغه ولایت د خاص اروزګان او ګېزاب ولسوالیو اوسېدونکي وې او ویې ویل، په سختو شرایطو کې یې ښوونځی پای ته رسولى او اوس د کانکور ازموينې ته راغلې دي.
د کانکور ازموينې دغو ګډونوالو د کورنیو له مشرانو وغوښتل چې پر خپلو اولادونو زده کړې وکړي څو روانې ستونزې پاى ومومي.
د يادونې ده، اروزګان د افغانستان د نا امنو ولايتونو له ډلې دى چې ډېرى سيمې یې له وسله والو طالبانو سره دي او هره ورځ په کې جګړې هم کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










