منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۰ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“هند دې د زراعتي علومو او ټکنالوجي ملي پوهنتون په پراختیا کې مرسته وکړي”

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۳۰ کتنې

کندهار (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۹۷): د کندهار ولایتي ادارې د هند له سفیره وغوښتل چې د زراعتي علومو او ټکنالوجي ملي پوهنتون په پراختیا کې دې مرسته وکړي.

د هند سفیر وینا کومار چې نن د غبرګولي په ۱۴مه یې کندهار ولایت ته سفر کړی و، د دې ولایت له چارواکو سره ولیدل.

سفیر لومړی د ورسره پلاوي، د کندهار د مرستیال والي عبدالحنان منیب او یو شمېر دولتي ادارو د مسوولانو په ملتیا د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوجي ملي پوهنتون څخه لیدنه وکړه او وروسته یي په یوه غونډه کې ګډون وکړ.

د کندهارمرستیال والي عبدالحنان منیب وویل، هند له افغانستان او په ځانګړې توګه له کندهار سره ډېرې مرستې کړي چې یو هم همدا پوهنتون دی.

خو هغه غوښتنه وکړه چې هند دې د زراعتي علومو او ټکنالوجي ملي پوهنتون د لاپراختيا لپاره نور کار هم وکړي څو ددې پوهنتون محصلين په معياري توګه زده کړې وکړي.

د افغانستان لپاره د هند سفير وينا کومار وویل، د خپلي دندې له پیل سره سم يې لومړی سفر کندهار ته  کړی او په بېلابېلو برخو کې به د هغوی مرستې د پخوا په څېر روانې وي.

نوموړي ژمنه وکړه چي د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوجي ملي پوهنتون د معياري کېدو او پراخوالي لپاره به د خپل  هېواد له اړوندو حکومتي چارواکو سره خبرې وکړي.

ده وویل، هڅه به وکړي چې په دې برخه کې مرستې جلب کړي.

د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوجي ملي پوهنتون شاوخوا پنځه کاله مخکې د هندوستان په مرسته په کندهار کې جوړ شوى چې اوسمهال يې چارې د کرنې او مالدارۍ انسټيټيوټ په ودانۍ کې پيل کړي، خو بشپړ تاسيسات به يې د دغه هېواد د ١٠٠ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت د کندهار ښار د ترنک د تحقيقاتي فارم په ساحه کې جوړېږي.

د زراعتي علومو او ټکنالوجي د ملي پوهنتون د جوړولو ژمنه په ٢٠١١ زېږديز کال کې د هندوستان پخواني لومړي وزير من موهن سنګهـ افغانستان ته د خپل سفر پر مهال کړې وه.

په دغه پوهنتون کې د مالدارۍ،د نباتاتو د ساتنې،دزراعتي اقتصاد، ترویج، د مېوو د ودې او نور پوهنځي چې شمېر به يې تر ١١ پورې رسېږي، جوړېږي او د هېواد په کچه به په کې د زراعت له پوهنځيو څخه فارغو شوو محصلينو ته ماسټرۍ او پي ايچ ډي په کچه تدريس کېږي.

دغه پوهنتون د هند هېواد له هغه زرغون انقلاب څخه په الهام اخيستو په افغانستان کې جوړ شو چې يوه هندي پروفيسر يې بنسټ کېښود او دغه هېواد يې په داسې حال کې د خوراکي توکو او کرنيزو محصولاتو په يوه لوى توليدوونکي بدل کړ چې د نړۍ په کچه دويم ډېر نفوس لرونکى هېواد ګڼل کېږي.

په کندهار کې د ياد شوي پوهنتون بنسټ په همدې هيله کېښودل شو چې د زراعتي او حيواني محصولاتو د ښه والي او توليد په برخه کې د هېواد په کچه د يوه بدلون پيلامه و اوسي.

ډاکټر حضرت مير توتاخېل چې د کندهار پوهنتون د رياست تر څنګ د دغه پوهنتون سرپرست هم دى، وايي د دغه پوهنتون د جوړېدو بنسټيزه موخه دا وه، لکه په هند کې چې کلونه مخکې د کرنيزو او حيواني محصولاتو د توليد په برخه کې زرغون انقلاب راغى، په ورته توګه به دغه پوهنتون په هېواد کې د زرغون انقلاب پيلامه شي.

د ده په خبره، د دې پوهنتون لپاره ځکه کندهار ولايت وټاکل شو چې دلته د ډېرو ولايتونو په پرتله اقليم ښه دى، اوبه پرېمانه دي، د مېوو او سبو توليد په کې ډېر دى، د څارويو نسل ګيري او اړوندو نورو چارو ته په کې شرايط ښه دي.

دى وايي، د کندهار د ترنک فارم په ساحه کې چې دغه پوهنتون جوړ شوى، ٥ زره جريبه حاصل خېزه او ٣ زره جريبه شاړه ځمکه لري چې د کرنې د ودې او د څارويو د ښه نسل ګيرۍ په موخه په کې په پراخه کچه څېړنې او تحقيقات کېداى شي او له دې ځايه ټول هېواد ته ترويج کېداى شي.

خو توتاخېل د ځينو ستونزو يادونه وکړه چې د دغه پوهنتون چارې يې ټکنۍ کړې دي.

ده وويل، په پيل کې د زراعتي علومو او ټکنالوجي ملي پوهنتون لپاره د کندهار پخوانى والي ډاکټر توريالى ويسا ټاکل شوى و چې د هغه له ګوښه کېدو وروسته يې چارې د دغه پوهنتون د علمي مرستيال انجنير روښان ولسمل پر غاړه وې چې اوس د کندهار ښاروال په توګه دنده تر سره کوي.

توتاخېل يادونه وکړه چې په تېرو درې نيمو کلونو کې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه لسګونو تنو د دې پوهنتون د اګرا نومي په څانګه کې ماسټري بشپړه کړې او دا مهال ٢٠ تنه نور په همدې برخه کې د ماسټرۍ زده کړې مخ ته وړي چې شپږ مياشتې په هند کې زده کړې کوي او پاتې همدلته.

خو نوموړي ومنله چې په تېرو کلونو کې د دغه پوهنتون چارې ډېرې ورو وي او ډېر هغه کارونه لا نه دي شوي چې ژمنه يې شوې وه.

دى وايي، د دغه پوهنتون د پرانيستل کېدو پر مهال ژمنه شوې وه چې بېلابېل پوهنځي او ډيپارټمنټونه به يې پرانيستل کېږي، دغه راز په کابل، هرات، ننګرهار، مزار شريف، کندوز، پکتيا او هلمند کې به يې هم څانګې پرانيستل کېږي، خو مرکزيت به يې په کندهار کې وي.

نوموړي دغه راز د هندوستان د ١٢٠ ميليونه ډالرو مرستې يادونه هم وکړه چې د دغه پوهنتون لپاره به ودانۍ جوړوي، خو تر اوسه يې چارې نه دي پيل شوې، ځکه خو دغه پوهنتون اوس د کرنيزو علومو د انسټيټوټ په ودانۍ کې فعاليت کوي.

دى وايي، هندوستان تر دې مهال يوازې د ځينو وسايلو، لابراتور او کتابتون په برخه کې مرسته کړې ده او نورې چارې همداسې پاتې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه