کابل (پژواک، ۲۳غبرګولى ۹۷): د ټاکنو خپلواک کمېسیون په کلیو کې د نوم لیکنې بهیر د لس ورځو غځېدو ترڅنګ اعلان وکړ چې تراوسه د ولسي جرګې ټاکنو ته ۲۳۹۶ کسانو او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنو لپاره ۳۰۵۸ کسانو نوم لیکنه کړې ده.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون رييس عبدالبدیع صیاد، نن په کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال وویل چې کلیو او بانډو کې د ناامنیو او توکو پر وخت نه رسېدو له امله، د نوم لیکنې بهیر لس ورځې نور وغځول شو.
ټاکل شوې وه چې کلیو کې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر تېره ورځ (۲۲غبرګولي) پای ومومي.
نوموړي وویل چې د رایې ورکوونکو نوم لیکنې درېیم پړاو کې باید د کمېسیون د پلان له مخې د رایې ورکولو ۲۸۸۷ مرکزونه فعال شوي واى چې له دې شمېر څخه ۱۵۵۵ مرکزونه فعال شوي او نوم لیکنه په کې دوام لري؛ خو ۴۳۴ مرکزونه له لوړو امنیتي ګواښونو سره مخ دي او ۸۹۸ نور مرکزونه د ناامنیو له امله تړلي دي.
هغه وویل چې په دویم پړاو کې نږدې زر مرکزونه چې د ناامنیو له امله توکي ورته نه و رسېدلي، درېیم پړاو ته انتقال شوي دي.
صیاد، د ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره د ښځود نوم لیکنې د پیکه بهیر په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل چې تراوسه په ټول هېواد کې ۳۰۵۸ کسانو د ولسوالیو شوراګانو لپاره نوم لیکنه کړې ده چې له دې شمېر څخه ۲۸۵۱ یې نارینه او ۲۰۷ یې ښځې دي.
نوموړي، د ولسي جرګې نوماندانو ته په اشارې سره وویل چې تر اوسه د هېواد په کچه ۲۳۹۶ کسانو د ولسي جرګې ټاکنو لپاره د احتمالي نوماندانو په توګه نوم لیکنه کړې ده چې د ښځو شمېر په کې ۳۸۱ تنو ته رسېږي.
هغه د دې مطلب په څرګندولوسره چې د ولسي جرګې د احتمالي نوماندانو شمېر د بدلېدو په حال کې ده، وویل: (( د ولسي جرګې یو شمېر احتمالي نوماندانو د پرون ورځې مازدیګر له ۴ بجو څخه وړاندې، خپلې فورمې بشپړې او د کمېسیون دفترونو ته یې سپارلې دي، د اسنادو څېړنه روانه ده او ښايي شمېر يې لوړ شي.))
هغه په ډاګه کړه چې په ځینو ولایتونو لکه اورزګان، پکتیا، پکتیکا، فراه، کندهار، هلمند، بادغیس، کونړ او لغمان کې د ناامنیو او کلتوري ستونزو له امله د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو کې د ښځو نوماندۍ کچه پیکه ده.
هغه زیاته کړه: (( له بده مرغه په ځینو ولایتونو او ولسوالیو کې، ښځې د ولسوالیو شوراګانو ته نوماندې شوي نه دي او په عمومي ډول د ولسوالیو شوراګانو او ولسي جرګې ټاکنو ته د ښځینه نوماندانو کچه تر ډېره په ناامنو او لرې پرتو ولایتونو کې ټيټه ده.))
د ټاکنو خپلواک کمېسیون رييس د خپلو خبرو په دوام وویل چې د ولسوالیو شوراګانو ښځینه نوماندانو ته د دوولسم ټولګي د فراغت سند شتون معیار ټاکل شوی چې دا هم د ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته د ښځو نوماندۍ د پیکه توب لامل دی.
نوموړي، د ولسوالیو شوراګانو د نوماندانو نوم لیکنې بهیر د غځېدو خبر ورکړ او ویې ویل چې کمېسیون د نوماندۍ په بهیر کې د ښځو پيکه ګډون او ولایتونو ته د توکو په وخت نه رسېدو له امله د ولسوالیو شوراګانو د نوم لیکنې بهیر لس ورځې نور غځولی دی.
ټاکل شوې وه چې د ولسوالیو شوراګانو د نوم لیکنې بهیر تېره ورځ پای ته رسېدلى واى؛ خو کمېسیون دا بهیر د غبرګولي تر ۲۴ مه وغځاوه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










