کابل (پژواک، ٢٣ غبرګولی ۹۷): کابل کې د پوليسو منسوبين وايي، اوربند ته خوښ دي او وياړي چې په امن او خوښۍ د کابل ښاريانو د اختر لمانځلو په موخه به د اختر په ورځو کې هم د امنيت پر ټينګښت بوخت وي.
د کابل ښار د چهلستون په سيمه کې د اوومې حوزې د درېيم ټولي قوماندان سمونيار عبدالخالق بهرام جان پژواک خبري اژانس ته وويل :" موږ ټول امنيتي او کشفي ارګانونه شپه او ورځ د خپلو خلکو او هېوادوالو د امنيت ساتنې لپاره پيرې او ګزمې کوو، ترڅو هېوادوال مو وکولى شي د اختر شپې او ورځې په پوره خوښيو سره ولمانځي."
هغه وايي چې امنيتي ځواکونو په همدې موخه د کابل ښار په بېلابېلو په تېره بيا ګڼ مېشتو سيمو کې امنيتي تدابير او کمربندونه زيات کړي دي.
هغه وويل:" له کومې ورځې مو چې دا يونيفورم اغوستی په دې وياړو چې د خپلو خلکو په خدمت کې يو او ترڅو مو چې يو څاڅکی وينه هم په بدن کې وي، د خپلو خلکو په خدمت کې به يو."
هغه وايي، وياړي چې د خلکو د خوښۍ لپاره به د اختر په ورځو کې هم د امنيت پر ټينګښت بوخت وي.
بهرام جان د دولت او طالبانو له خوا د اعلان شوي اوربند هر کلی وکړ او ويې ويل:"موږ ټول دفاعي او امنيتي ځواکونه د سولې پلويان يو، لکه هر افغان د سولې تږي يو او په وطن کې تلپاتې سوله غواړو؛ تر څو زموږ په جنګ ځپلي افغانستان کې نور هېڅ مور بوره نه شي."
د روانې مياشتې په ۱۷مه ولسمشر اشرف غني د روژې د مبارکې مياشتې له ٢٧مې څخه د کوچني اختر تر پنځمې نېټې د وسله والو طالبانو پر وړاندې اور بند اعلان کړ.
طالبانو هم د راتلونکي نېکمرغه کوچني اختر په درېيو ورځو کې اوربند اعلان کړى، خو ويلي يې دي چې د بهرنيو ځواکونو پر ضد به جګړه دوام لري.
د کابل ښار د بابر بڼ په سيمه کې د يادې امنيتي حوزې د دويم ټولي سرتېرى مسعود خان هم وايي خوښ دى چې د اختر په ورځو کې به د خپلو خلکو د امنيت ټينګښت لپاره دنده تر سره کوي.
ده خلکو ته د اختر په ورځو کې د ښه امنيت ډاډ ورکړ او له خلکو يې وغوښتل چې د امنيت په ټينګښت له پوليسو سره مرسته وکړي.
هغه وايي:"خلک دي چې موږ يو، که خلک نه وي نو زموږ شتون کومه معنی نه لري؛ موږ هر وخت د خپلو خلکو په خدمت کې يو."
ده هم په اعلان شوي اوربند خوښي وښوده او ويې ويل چې ټول افغانان د سولې تږي دي او خوښيږي چې په هېواد کې تلپاتې سوله ټينګه شي.
هغه وويل: "وياړم چې د اختر د خوښيو په ورځو کې له مور، پلار، خويندو او وروڼو څخه مسافر يم او د خپلو خلکو خدمت کوم."
د اوومې امنيتي حوزې د لومړي ټولي سرتېري بهادر شاه د کابل ښار د دارلامان په سيمه کې پژواک ته وويل چې د کابل ښار ټول پوليس هر ورځ په تېره د اختر په ورځو کې د خلکو د خدمت لپاره ملا تړلي ولاړ دي، تر څو خلک په خوښۍ او د امن فضا کې اختر ولمانځي.
هغه خلکو ته خطاب کې وايي:"موږ ستاسو بچي يو، ستاسو په خدمت کې يو، تاسو ټولو ته په پوره وياړ او مېړانه ډاډ درکوو چې هېچاته به اجازه ور نه کړو چې د اختر په ورځو کې د خلکو امنيت وګواښي."
د پوليسو دغو منسوبينو د کابل ښار له اوسېدونکو وغوښتل چې د اختر په ورځو کې دې خپلو ماشومانو ته د پټاقيو کارولو اجازه نه ورکوي او د امنيت په ټينګښت کې دې له پوليسو سره مرسته وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










