Language

په ټول هېواد کې د نېکمرغه کوچني اختر لمونځ ادا شو

جلال اباد (پژواک، ٢٥ غبرګولى ٩٧):: د کابل ښار په ګډون په ټول هېوادکې د کوچني نېکمرغه اختر لمونځ  په پوره ډاډ او له کومې امنيتي پېښې پرته ادا شو .

د کابل ښار اوسېدونکي  د کابل د عيدګاه ، پل خشتي ، وزيرمحمد اکبرخان او د ښار  په ټولو سيمو کې جوماتونو ته  ولاړل او د کوچني اختر لمونځ يې اداکړ .

ولسمشر محمد اشرف غنى ، له يو شمېر جهادي مشرانو، د کابينې له يو شمېر غړيو او د ملي شورا له غړيو سره په ارګ کې د کوچني اختر لمونځ ادا کړ.

د زياتره جوماتونو ملاامامانو په خپلو ويناوو کې ددې ورځې د فضليت او په هېواد کې د تلپاتې سولې په اړه خبرې وکړې .

ملا امامانو او عالمانو د اختر  له لمانځه څخه وروسته په هېواد کې د سولې او امنيت لپاره دعاوې وکړې. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.