مزار شريف ( پژواک، ۲چنګاښ ۹۷): تېره يوه اوونۍ کې د مزار شريف ښار دننه شپږ کسان په مرموز ډول وژل شوي دي.
د مزار شريف ښار اوسېدونکي وايي چې په دې وروستيو کې دغلته هدفي او مرموزې وژنې او غلاوې زياتې شوې دي.
تېره يوه اوونۍ کې مزار شريف ښار دننه شپږ کسان په مرموز ډول وژل شوي چې د امنيتي مسوولينو په وينا، د يو شمېر دغو پېښو عاملين هم نيول شوي دي.
په تازه پېښه کې د غبرګولي په ۳۱مه ماښام مهال د مزار شريف ښار په زراعت کارته کې د يوې کورنۍ دوه غړي په مرموز ډول وژل شوي دي.
د سيمې اوسېدونکي وايي چې دغه دواړه د تره زامن وو، چې يو يې د WFP موسسې کارمند و او بل تن يې مزار شريف کې له يوه خصوصي بانک سره کار کاوه.
له دې وړاندې هم يو تن د مزار شريف ښار دويمې ناحيې اړوند منډوي سيمه کې په رڼا ورځ وژل شوی و او قاتلين يې په تېښته بريالي شوي وو.
د تېرې شنبې په ورځ بيا د ښار په سجاديه کې وسله والې نښتې له امله هم درې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.
د مزار ښار اوسېدونکي له روان وضعيت څخه په اندېښنه کې دي او زياتوي چې د دغه ولايت امنيتي چارواکي د امنيت د ټينګښت توان نه لري.
د ښار د دويمې ناحيې اوسېدونکي جعفر چې په منډوي سيمه کې دوکان لري، پژواک اژانس ته يې وويل چې دوه ورځې وړاندې يو تن وسله وال د دوی د سترګو پر وړاندې يو کس پر ډزو وواژه او وتښتېد.
هغه زياته کړه: (( د ورځې لس بجې وې، يوه ځوان چې تفنګچه ورسره وه، يو بل کس يې وويشت، زموږ نه لږ اخوا دويمه امنيتي حوزه ده؛ خو بيا هم قاتل وتښتېد.))
نوموړی له امنيتي ځواکونو غواړي چې ښار کې د مرموزو وژنو د مخنيوي لپاره هڅې وکړي.
د بلخ د ولايتي شورا رييس افضل حديد هم د خلکو اندېښنې پر ځای بولي او وايي چې مزار شريف کې د پوليسو د تشکيل کموالي له امله جنايي پېښې زياتې شوې دي.
هغه پژواک ته وويل: (( زموږ د ښار ډېری پوليس په انتخاباتي چارو بوخت دي، تشکيل کم دی؛ نو پوليس له همدې امله نه شي کولی چې ښار کې د ګرځېدونکو وسله والو ګروپونو او جنايي پېښو مخه ونيسي.))
نوموړي زياته کړه چې مرکزي اداره بايد د بلخ د نظامي تشکيلاتو د زياتوالي په تړاو جدي پاملرنه وکړي.
په ورته وخت کې د بلخ امنيه قومانداني هم په ښار کې د جنايي پېښو د زياتوالي خبره کوي او تر څنګ يې وايي چې د يو شمېر پېښو عاملين يې هم نيولي دي.
د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند شېرجان دراني پژواک سره په خبرو کې تاييد کړه چې د تېرې يوې اوونۍ په اوږدو کې مزار ښار دننه شپږ کسان په مرموز ډول وژل شوي دي.
هغه زياته کړه چې د يو شمېر دغو پېښو عاملين هم نيول شوي او د نورو د نيولو لپاره هم هڅې روانې دي.
د بلخ اوسېدونکي وايي چې که د مزار ښار امنيتي مسوولين د ناقانونه وسله والو پر وړاندې د ښار د امنيتي وضعيت د ښه کېدو توان نه لري؛ نو استعفاوې دې وکړي.
تر دې مخکې د مزار شريف اوسېدونکو په دې ښار کې د نامسوولو وسله والو له شتون څخه شکايت کړى و.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










