پاراخ(پژواک،٢چنګاښ ۹۷): په پنجشېر کې د روان ۲۰۱۸ زېږديز کال په لومړيو پنځو مياشتو کې له کور څخه د نجونو د تېښتو ۲۱ قضيې ثبت شوې او دغه شمېر د تېر کال د ورته وخت په پرتله درې برابره ډېر شوی دی.
د پنجشېر د ښځو چارو رياست د حقوقي قضيو اجرايي او تعقيب مدېرې تهمينې رضايي پژواک خبري اژانس ته وويل چې یادې قضيې د روان زېږديز کال په لومړيو پنځو مياشتو کې د پنجشېر په عنابه، حصه اول او مرکز کې ثپت شوي دي.
هغه وايي چې ټولې يادې نجونې د پنجشير اوسېدونکي نه دي او په هغوى کې هغه نجونې هم شاملې دي چې د لوګر، خوست، ننګرهار او غزني ولايتونو اصلي اوسېدونکي دي او له پنجشيري هلکانو سره له کوره تښتېدلي دي.
د نوموړې په وينا، دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال په ورته وخت کې په ياد ولايت کې له کورونو څخه د نجونو د تېښتې اووه قضيې ثبت شوې او د اړونده مراجعو له لارې حل شوې دي.
رضايي زياته کړه چې په ياد ولايت کې له کورونو څخه د نجونو د تېښتې لسګونه نور موردونه هم شته چې د قومي او ټولنيزو مصلحتونو له امله په ياد رياست کې نه دي ثبت شوي او د قومي پرېکړو له مخې حل شوې دي.
په زور د نجونو ورکړه، له کورونو څخه د تېښتې تر ټولو مهم عامل دی
تهمينې رضايي وويل:" ځينې کورنيو له خپلو نجونو سره له سلا مشورې پرته، هغوی ورکوي او يا يې په زور ودوي چې هغوی تېښتې ته اړ اېستل کېږي."
د هغه په وينا، ډېری ټيلېفوني اړيکې له کورونو څخه د نجونو تېښتې ته زمينه برابروي.
رضايي زياته کړه چې له کورونو څخه د نجونو تېښته، په دغه ولايت کې د ښځو پروړاندې د تاوتريخوالي قضيو ډېره برخه جوړوي.
د نوموړې د معلوماتو له مخې، په ۱۳۹۶ کال کې د ښځو پروړاندې د تاوتريخوالي له ټولو ۲۵قضيو څخه، ۱۴ يې له کورونو څخه د نجونو تېښته وه او پاتې يې وهل ډبول، د ميراث حق نه ورکړه او نور دي.
هغه نجونې چې له کورونو څخه تښتېدلې دي وايي چې د خاوند په انتخاب کې د نجونو غوښتنې ته نه پاملرنه، له کورونو څخه د هغوی د تښتېدو تر ټولو مهم دليل دی.
د پنجشېر ولايت د عنابه ولسوالۍ د فراج کلي اوسېدونکي ۲۳ کلن احمد جواد هم وويل چې ددې کلي يوه نجلۍ د روان کال په وري مياشت کې مرکې ته د رد ځواب له امله اړه شوه چې له ده سره وتښتي.
نوموړي زياته کړه:" يو کال مې مرکې ور ولېږلې، په داسې حال کې چې زه د نجلۍ خوښ وم او کورنۍ ته يې ويل چې زه ددې هلک سره واده کوم، خو کورنۍ يې نه منله، بالاخره غوښتل يې چې نجلۍ بل چاته ورکړي، نجلۍ اړه شوه چې له ما سره وتښتي. "
د هغه په خبره، تر اوسه دغه قضيه نه ده حل شوې او نجلۍ يې د کورنۍ د نا رضايتۍ له امله نه ده نکاح کړې.
احمد جواد وويل چې دغه نجلۍ په عنابه کې د يوه سپين ږيري په کور کې ساتل کېږي او له ده سره د نکاح لپاره د نجلۍ د کورنۍ راضي کولو لپاره د سپين ږيرو مرکې دوام لري.
دغه راز يوې ۲۰کلنه نجلۍ چې د لوګر ولايت اوسېدونکې ده او د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو په پوهنځي کې يې د زده کړې پرمهال د پنجشېر د بازارک اوسېدونکي جمشيد سره پېژندلي، وايي چې دا هم اړه شوې چې له جمشيد سره پنجشېر ته وتښتي.
دغه نجلۍ وايي:" زما کورنۍ غوښتل چې ما يوه زاړه سړي ته ورکړي، اړه شوم چې د تېر کال په کب مياشت کې له خپل کوره وتښتم، اوس دوه مياشتې کېږي چې د خپلې کورنۍ په رضايت سره مې په محکمه کې نکاح وکړه، خوشحاله يم او ژوند مې ښه تېرېږي."
د سپېن ږيرو په کورونو کې د تښتېدلو نجونو ساتل
تهمينې رضايي د اندېښنې په څرګندولو سره وويل چې د پنجشېر د ښځو چارو رياست لپاره په دغه ولايت کې له کور څخه د تښتېدلو نجونو د ساتنې په موخه د ځای نه شتون( امن کور) مهمه ننګونه ده.
هغې زياته کړه چې د ښځو چارو وزارت ته يې څو ځله په پنجشېر ولايت کې د امن کور جوړېدو وړانديز کړی خو تر اوسه دغه ستونزه نه ده حل شوې.
نوموړې په ډاګه کړه چې اوسمهال، تښتېدلې نجونې د امن کور پر ځای د قضيې تر حل کېدو پورې د سيمې د يوه سپين ږيري په کور کې ساتل کېږي.
د پنجشېر د والي وياند عبدالودود علي مردان له کورونو څخه د نجونو د تېښتې ډېرېدو د تاييد تر څنګ وويل چې په دې کې د ياد ولايت له هلکانو سره د ځينو نورو ولايتونو د نجونو تښتېدل هم شامل دي.
د هغه په وينا، د بدو ټولنيزو او سيمه ييزو انګېزو له امله تر اوسه په ياد ولايت کې د امن کور نه دی جوړ شوی، خو تښتېدلې نجونې د سپين ږېرو په کورونو کې چې د نجونو د سمې ساتنې لپاره ډاډمن ځاى دی، ساتل کېږي، خو ټاکل شوې ده چې په ياد ولايت کې د امن کور هم جوړ شي.
د نجونو تېښتې له امله د رامنځ ته شوو ستونزو او قضيو حل
تهمينې رضايي ووېل چې د ښځو پروړاندې د تاوتريخوالي د منع په قانون کې د واده په نيت له کور څخه تېښته جرم نه دی ګنل شوی او دغه قضيې د ښځو چارو وزارت کار کوونکو او سپين ږيرو له خوا حل کېږي.
په پنجشېر کې د حقوقي مسايلو کار پوه عبدالحبيب فنا په دې اړه ورته نظر لري ، خو وايي چې په ځينو مواردو کې تښتېدلې نجلۍ ټولنيزې ستونزې رامنځ ته کوي او دوه کورنۍ سره دښمنې کوي.
د نوموړي په وينا، په ځينو مواردو کې د هغه هلک کورنۍ چې نجلۍ ورسره تښتېدلې وي، د تښتېدلې نجلۍ کورنۍ ته په بدو کې خپله نجلۍ ورکوي چې دا د قانون خلاف عمل دی.
د نوموړي په وينا، د مېړه په انتخاب کې د نجونو د حقوقو په اړه د کورنيو نه پوهېدا، له کورونو څخه د نجونو د تېښتې تر ټولو مهم دليل دی او ددې ستونزې د حل لپاره بايد د خلکو د پوهاوي کچه لوړه شي.
تهمينې رضايي هم وويل چې له کورونو څخه د نجونو تېښته هغه مهال کمېدای شي چې د کورنيو له خوا ودونو ته د نجونو په زور اړ اېستل کم شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










