کابل (پژواک ٤ چنګاښ ٩٧): د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکه ګډه کمېټه وايي چې د پوهنې په سکتور کې د ١١٣ سپارښتنو له ډلې ١٦ يې بشپړې پلي شوې دي.
دغه مطلب د دې کمېټې له خوا د پوهنې سکتور د درې مياشتني څارنيز راپور په ترڅ کې په ډاګه شوى دى.
د يادې شوې کمېټې له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې کمېټې د ١٣٩٦ کال د لړم د مياشتې په څلورمه "د پوهنې وزارت په کچه د اداري فساد په وړاندې د زيان مننو ارزونه" خپره کړله او په کې يې د پوهنې سکتور هغه بېلابېلې برخې په ګوته کړلې چې د اداري فساد په وړاندې زيان منونکې دي او په ياد سکتور کې د اړينو اصلاحاتو په موخه يې ٦٦ سپارښتنې وکړلې. د سپارښتنو شمېر وروسته بيا ١١٣ ځانګړو سپارښتنو ته ورسېد. اوسنى راپور د يادو سپارښتنو د پلي کېدو د لړۍ په تړاو لومړنى درې مياشتنى څارنيز راپور دى.
سرچينه کاږي، د څارنې په لومړنيو درې مياشتو کې د ١١٣ سپارښتنو له ډلې ١٦ هغه بشپړې پلې شوې دي، چې زياتره يې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون له لوري د ښوونکو ګومارنې بهير پورې لري او لږ شمېر يې په مستقيمه توګه د پوهنې وزارت د کړنو په تړاو دي.
سرچينه زياتوي، پلي شوې سپارښتنې په عمده ډول د ښوونکو ګومارنې په پروسه کې د روڼتيا په اړه دي چې د وېبپاڼې له لارې د بستونو اعلانول، په انلاين بڼه د دندو غوښتنليکونه ترلاسه کول، د ګومارنې پروسې ډيجيټلي کول او د متقاضيانو او شارټ ليست شوو نوماندانو نوملړ اعلانول په کې شامل وو.
د خبرپاڼې په حواله، همدارنګه پوهنې وزارت د اصلاحاتو تفصيلي پلان او د اړونده تشکيل د بياکتنې طرحې د نهايي کولو له لارې د غوره مديريت په موخه د ياد وزارت د جوړښت د کوچني کولو او په اړه يې د بياکتنې په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړى دى. د يادو بدلونونو پربنسټ په کليو او او بانډو کې د ښوونځيو د رغونې مسووليت د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت او په ښارونو کې د ښوونځيو د رغونې مسووليت د ښارجوړولو وزارت ته سپارل شوي دي. په دې برخه کې د پام وړ بل پرمختګ د ولسمشر د فرمان له مخې د تخنيکي او مسلکي زده کړو خپلواک بورډ جوړول و.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د پوهنې وزارت د ښځينه معلمانو د شمېر د ډېرولو په اړه يو مثبت ګام پورته کړى او د ټولو ٨٠٠٠ خالي بستونو له جملې يې نيمايي ښځو ته ځانګړي کړې دي. د دې درې مياشتو په ترڅ کې همدارنګه پوهنې وزارت د تعليمي نصاب چوکاټ اصلاح کړى دى، چې له مخې يې د هر ټولګي لپاره د درسي کتابونو شمېر کمېږي او د پاليسيو، مقرراتو او اسنادو د بياکتنې په برخه کې هم د پام وړ پرمختګ شوى دى.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، سربېره پردې د لومړي څارنيز راپور په موده کې ١٢ بېلا بېلې سپارښتنې تر ٥٠ سلنې پلي شوي، پنځه سپارښتنې تر ٢٥ سلنې پلي شوي او د ٣٨ سپارښتنو په اړه کار او يا مطالعه پيل شوې ده. په همدې حال کې ٣١ سپارښتنې د تعليق په حال کې دي او د پاتې ١٣ سپارښتنو په اړه هيڅ ګام نه دى ليدل شوى.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










