مزار شريف ( پژواک، ۴چنګاښ۹۷): د بلخ مرکز مزار شريف ښارکې د المان کونسلګرۍ پخوانۍ ودانۍ اوس د روږدو کسانو د راټولېدو او نشې پر مرکز بدله شوې ده.
د المان کونسلګري د مزار شريف ښار پنځمې ناحيې اړوند د حضرت علي روضې يو کيلومترۍ کې موقعيت درلودچې دوه کاله وړاندې موټر بم بريد پرې وشو.
له بريد وروسته المان په موقت ډول مزار شريف کې د يادې کونسلګرۍ چارې ودرولې، خو وروسته يې بيا په مارمل کمپ کې بېرته خپلې چارې پيل کړې.
له هماغه وخت راهيسې د جرمنۍ کونسلګرۍ پخوانۍ ودانۍ په ويجاړ حالت پاتې ده چې اوس په کې پر نشه يي توکو روږدو کسانو ځای نيولی دی.
د ښار د پنځمې ناحيې اوسېدونکي او دوکانداران شکايت کوي چې يادو روږدو کسانو ورته ډول ډول ستونزې پيدا کړې دي.
دوی له اړونده چارواکو غواړي چې په دغه ځای کې د راټولېدونکو روږدو کسانو مخه دې ونيسي.
د سيد اسحاق په نامه يوتن مزار شريف کې د جرمنۍ کونسلګرۍ د زړې ودانۍ مخې ته د عمومي سړک ښي لور ته د خوراکي توکو د پلور دوکان لري.
نوموړي وايي چې دغلته پر نشه يي توکو د روږدو کسانو له ځای نيولو سره يې پېر او پلور له نيمايي هم راټيټ شوی دی.
هغه پژواک خبري اژانس سره خبرو کې زياته کړه چې پر دغه لاره پلي تېرېدونکي خلک د ډله ډله نشه يانو پر ليدو د وېرې احساس کوي.
سيد اسحاق وايي : (( د ښار په دې مهم موقعيت کې دا ودانۍ تر اوسه ويجاړه پرته ده، بده خو يې لا دا چې اوس نشه يانو په کې ځای نيولی، شپې په کې کوي او د سيمې خلکو ته يې ډېرې ستونزې پيدا کړې دي.))
نوموړی وايي،څو ځله يې د دوکان له مخې توکي ورک شوي چې په وينا يې د همدې نشه يانو له خوا غلا شوي دي.
د ښار د پنځمې ناحيې اوسېدونکې شکريه، چې د دوولسم ټولګي زده کونکې ده او هره ورځ بايد پر همدې لار ښوونځي ته لاړه شي وايي چې ياد ځای کې د روږدو کسانو زياتوالي يې د ارامۍ احساس ورڅخه اخيستی دی.
نوموړې چې د کتابونو بکسه يې پر اوږه وه، پژواک خبري اژانس سره د خبرو پرمهال له اړونده چارواکو غوښتنه وکړه چې دغه ستونزه يې حل کړي.
شکريې د المان کونسلګرۍ زړې ودانۍ خوا ته اشاره وکړه او ويې ويل: (( دا ويجاړه ودانۍ اوس د نشه يانو د راټولېدو پر مرکز بدله شوې، که څه هم د دې ځای عمومي دروازه بنده ده؛ خو دوی د شپې له خوا په ديوالونو اوړي او ودانۍ کې اوسېږي او د ورځې له خوا يې لسګونه تنه د عمومي سړک پر غاړه ناست وي.))
هغې زياته کړه،کله هم پر دغه لاره مېرمنې تېرېږي او يواځې وي؛ نو د روږدو کسانو له خوا ځورول کېږي او د پيسو غوښتنه ترې کېږي.
د دغې سيمې اوسېدونکي وايي چې په دې تړاو يې څو ځله پوليسو ته مراجعه کړې؛ خو لا هم د دې ستونزې د حل لپاره ګامونه نه دي پورته شوي.
دا يواځې د ښار پنځمه ناحيه نه ده، چې خلک يې د روږدو کسانو له زياتوالي شکايت کوي، بلکې د ښار سوېلي او ختيځو برخو کې هم ډله ډله روږدي کسان ليدل کېږي، چې د عموي سړک په څنډو او ګلدانونو کې ناست وي.
مدني فعالان په مزار شريف کې د روږدو کسانو بېساری زياتوالی د دغه ښار د ټولنيز وضعيت د ګډوډېدو لپاره خطرناک بولي.
د بلخ ټولنيز خوځښت مشر ذبيح الله احساس پژواک خبري اژانس ته وويل چې په مزار شريف ښار کې پر نشه يي توکو د ورږدو کسانو زياتوالي د ښار ټولنيز وضعيت ګډوډ کړی دی.
هغه زياته کړه چې په دې برخه کې د حکومت بې غوري به مزار ښار لا ډېرو جدي ستونزو سره مخ کړي.
نوموړي وويل: (( لويه ستونزه دا ده چې د ښار پر عمومي واټونو د ډله ډله روږدو کسانو په زياتېدو سره ټولنيز وضعيت خراب شوی او خلک د وېرې احساس کوي.))
احساس زياته کړه چې اړوند مسوولين بايد دغې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي او د هغه په وينا، وړاندې له دې چې د خلکو مشکلات نور هم زيات شي بايد د روږدو کسانو مخه ونيول شي.
په ورته وخت کې د بلخ حوزوي روغتون د معتادينو د درملنې څانګې مسوولين هم په مزار شريف ښار کې د معتادينو پر زياتوالي اندېښمن دي؛ خو زياتوي چې د درملنې لپاره يې له وس سره پوره امکانات نشته.
د المان کونسلګرۍ د زړې ودانۍ مخې ته، د عمومي سړک پر څنډه ناست محمد کاظم چې نشه يي توکي يې استعمالول په خپلو خبرو کې يې وويل، چې ۸ کاله مخکې هغه مهال د نشه يي موادو څکول پيل کړل، چې ايران کې مهاجر وو.
هغه زياته کړه چې يو کال وړاندې له ايران څخه رد مرز شو او په وينا يې چې دلته يې د کار نه موندلو له امله نشه يي موادو ته مخه کړه او روږدی شو.
نوموړى وايي : (( پخوا به پوليسو نه پرېښودلو، خو موږ بله چاره نه وه، څو مياشتې کېږي، چې دلته دې ودانۍ مخکې کېنو، دنننه ته د ورتګ دروازه بنده ده؛ خو موږ په ديوال ور اوړو او هلته خپل وخت تېروو)).
هغه وايي چې د ژوند کولو هېڅ ډول امکانات نلري او په وينا يې چې دولت هم پاملرنه نه ده ورته کړې.
د کاظم په خبره څو ځله د خپل تره لخوا د روږدو د درملنې مرکز ته هم ور وړل شوی؛ خو هغوی ورته ويلي، چې د نوبت په را رسېدو به يې درملنه وشي.
مزار شريف کې د روږدو کسانو د درملنې د روغتون مشر ډاکټر داوود راتب پژواک سره خبرو کې وويل، چې دمګړۍ د دوی په مرکز کې ۲۷۰ بستره موجود دي، چې د هغه په وينا، د معتادينو د شمېر په تناسب څو برابره کم دي.
نوموړي زياته کړه چې په ۲۰۱۲ کال کې د شوې څېړنې له مخې په بلخ ولايت کې له ۸۰ – ۱۰۰ زرو څخه روږدي کسان موجود دي .
هغه وويل چې ښايي دغه شمېر اوس له دې هم زيات شوی وي.
راتب زياتوي: (( د روږدو د درملنې د قانون له مخې موږ حق نه لرو چې په جبري ډول روږدي کسان تر درملنې لاندې ونيسو، موږ هغه کسان تر پوښښ لاندې نيسو چې په خپله خوښه او رضا زموږ روغتون ته مراجعه کوي.))
بلخ کې د معتادينو د درملنې د روغتون مشر دا هم وويل چې په مزار شريف کې د روږدو کسانو شمېر ته په کتو، دوی بايد لږ تر لږه د درملنې ۶۰۰ بستريز روغتون ولري.
د ښار د نظم ګډوډۍ او غلاوو کې د روږدو کسانو د ښکېلتيا او مخنيوي په اړه مو د خلکو ستونزې د بلخ امنيه قوماندانۍ سره شريکې کړې دي.
د امنيه قوماندانۍ وياند شېرجان دراني پژواک ته وويل چې پوليسو ته يې په ښار کې د روږدو کسانو د ډله ډله ګرځېدو مخنيوي لپاره دنده ورکړې ده.
درانی د روږدو کسانو مخنيوی تر ډېره د پوليسو دنده نه بولي، خو زياتوي چې دوی د هغو معتادانو مخه نيسي چې په پېښو کې لاس لري.
دراني په خپله مرکه کې د المان کونسلګرۍ زړې ودانۍ ته په اشارې وويل چې هلته يې د معتادينو د راټولېدو او ګرځېدو مخه نيولې ده.
خو له مرکې وروسته ساحې ته په ورتلو بيا هم لسګونه روږدي کسان د کونسلګرۍ زړې ودانۍ مخې ته په عمومي سړک ناست وو او يو شمېر يې پر ديوالونو د ختو له لارې ودانۍ ته ښکته شوي وو.
د بلخ امنيه قومانداني هم وايي چې دوی سره هغه امکانات نشته چې په مزار شريف ښار کې پر نشه يي توکو روږدي کسان راټول او خوندي ځای کې يې وساتي.
له دې سره د مزار شريف اوسېدونکي او مدني فعالان له حکومته غواړي چې د دغې ستونزې حل ته جدي پاملرنه وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









