منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۰۹ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې د برېښنا څلورم ټرانسفرمر هم ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۷ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۹ چنګاښ ۹۷): ننګرهار کې د شل مېګاواټه برېښنا په ظرفيت سره څلورم ترانسفرمر چې د درې نيم ميليونو ډالرو په لګښت رغول شوی، ګټې اخيستې ته وسپارل شو.

چارواکي وايي، د دغه ترانسفرمر په فعاليت سره ننګرهار کې د برېښنا ظرفيت ۷۶ مېګاواټه ته پورته شو، چې د پرچاوۍ ستونزې د حل ترڅنګ به فابريکو ته هم د برېښنا ورکړې اسانتياوې برابرې کړي.

په همدې حال کې دافغانستان دبرېښنا شرکت عمومي رييس وايي، ننګرهار يې هم د تاجکستان د وارداتي برېښنا له مزو سره وصل کړ چې په دغه ولايت کې به د برېښنا ستونزه ورسره حل شي.

په ورته وخت کې د ننګرهار روداتو ولسوالۍ کې د سل مېګاواټه لمريزې برېښنا د جوړېدو لپاره د يو لوی پارک چارې پيل شوې دي چې د مسوولينو په وينا، هر سوداګر کولی شي، دغلته د لمريزې برېښنا د توليد په برخه کې پانګه اچونه وکړي.

د اوبو او برېښنا سرپرست وزير انجنير محمد ګل خُلمي چې ننګرهار ته يې د يو شمېر برېښنايي پروژو د پرانيستې لپاره سفر کړی و، خبريالانو ته وويل چې د ولسمشر د حکم له مخې د ټولو ولايتونو د برېښنا ستونزو د حل لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.

دی وايي، دلته د دغو دوو پروژو پرانيسته هم د همدغو کارونو يوه کړۍ ده چې د برېښنا د ستونزې د حل لپاره پورته کېږي.

د افغانستان د برېښنا شرکت عمومي رييس امان الله غالب وويل، د ننګرهار د همېشه بهار برېښنا سب سټيشن کې يې نن د شل مېګاواټه برېښنا په ظرفيت سره څلورم ترانسفرمر پرانېست  چې د دغه ولايت کې د ټولې برېښنا ظرفيت يې ۷۶ مېګاواټه ته پورته کړ.

هغه زياته کړه، د ياد ترانسفرمر ټولې چارې د افغاني انجنيرانو له خوا ترسره شوي او ټولټال پرې درې نيم ميليونه ډالر لګښت راغلی دی.

ده دا هم وويل،دغه ولايت کې د برېښنا د وېش لړۍ د غځولو لپاره د سرخرود او بهسودو ولسواليو د اوسېدونکو په خاطر شل واړه ترانسفرمونه، لينونه او پايې اخيستي او زرګونه نورو کورنيو ته به هم د برېښنا ورکړې زمينه برابره کړي.

هغه زياته کړه، د نغلو برېښنا بند يې د کابل له ګلبهار سب سټيشن سره وصل کړی، چې ننګرهار هم د تاجکستان له وارداتي برېښنا سره وصل شو او دلته به هم په نغلو بند کې د اوبو کموالي پرمهال له دغې برېښنا ګټه پورته کېږي.

په ورته وخت کې د برېښنا شرکت رييس وايي، د ننګرهار روداتو ولسوالۍ کې يې د لمريزې برېښنا د توليد په خاطر د سل ميګاواټه په ظرفيت يو پارک بنسټ ډبره هم کېښوده.

نوموړی وايي، دغه پارک کې زمينه برابريږي چې سوداګر د لمريزې برېښنا په برخه کې پانګه اچونه وکړي او دوی يې د تاجکستان او نورو هېوادونو پرځای له همدغو سوداګرو برېښنا واخلي.

د ننګرهار والي حيات الله حيات هم د يادو پروژو پرانېستل او بنسټ ډبرو اېښودل د دغه ولايت د اقتصادي ودې لپاره مهم ګام ياد کړ.

نوموړي وويل، د برېښنا په ډېروالي سره د فابريکو توليدات زياتيږي چې د هېواد اقتصاد ورسره وده کوي او بې روزګاره خلکو ته د کار زمينه برابرېږي.

د ننګرهار د صنعتکارانو د اتحاديې مشر تور ملنګ ډاډ ورکړ، که د برېښنا په برخه کې شته ستونزه حل شي؛ نو ګڼ شمېر توليدي فابريکې به په دغه ولايت کې رامنځته شي.

نوموړی وايي،اوس هم سلګونه فابريکې دلته فعاليت کوي چې يو شمېر يې د برېښنا د نشتوالي له امله د سقوط له حالت سره مخ دي.

د ننګرهار د ولايتي شورا غړي اسرار الله مراد د برېښنا په برخه کې پانګه اچونه او پرمختګ د سيمې د علمي او اقتصادي ودې په برخه کې مهم کار ياد کړ.

نوموړي ټينګار وکړ چې دلته د فابريکو لپاره د برېښنا د ستونزې حل په برخه کې جدي او قوي کار ترسره شي.

د يادولو ده چې تر دې وړاندې په ننګرهار کې د برېښنا درې ترانسفرمرونه فعال و چې د ۵۶ مېګاواټه برېښنا ظرفيت يې درلود.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه