منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۰ غ.و
۶°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په هرات کې د ښځو د ځان وژنې پېښې ډېرې شوې دي

· ۵ دقیقې لوستل · ۸۶ کتنې

هرات(پژواک،١٠چنګاښ ٩٧): د هرات ولایت د حوزوي روغتون مسوولین وايي، د روان کال په دوه لومړیو مياشتو کې ۳۱۹ کسانو چې ۷۰ سلنه یې ښځې دي د ځان وژنې هڅه کړې او پنځو کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دغه ولایت د حوزوي روغتون ویاند محمد رفیق شېرزي پژواک خبري اژانس ته وویل، د ځان وژنې د هڅو دا شمېره د یاد ولایت په مرکز او ولسواليو کې ثبت شوې ده.

نوموړی وايي،د هغو کسانو له ډلې چې د ځان وژنې هڅه یې کړې پنځو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او زیاتوي: (( د دغو پېښو له ډلې ۴۲ یې نارینه وو تر سره کړې دي.))

نوموړي زیاته کړه، یادو کسانو په زندۍ کولو، د مسموم کوونکو درملو په خوړلو، د موږک وژونکو موادو، تېزابو او الکولو په وسیله د ځان وژنې هڅه کړې ده.

 په داسې حال کې چې د هرات د حوزوي روغتون ویاند په تېر کال کې د دا ډول پېښو شمېره روښانه نه کړهو خو وايي، په تېر کال کې ۱۸۰۰ کسانو په ځان وژنه لاس پورې کړی وو چې۱۹ کسانو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ځان وژنې د هڅې لاملونه

د هرات د کرخ ولسوالۍ اوسېدونکې ۲۷ کلنه ثریا چې غوښتل يې د اپينو په خوړلو سره ځان وژنه وکړي وايي چې خاوند یې په اپينو روږدی دی، له دې سره تل جګره کوي او هره وسله يې چې په لاس کې وي نوموړې پرې وهي.

 دا مېرمن چې د هرات په حوزوي روغتون کې بستر ده د پژواک خبري اژانس له خبریال سره په خبرو  کې وويل: (( کله مې چې خاوند ووهلم او بد رد یې راته وویل؛ ما هم د لاس د ګوتې په اندازه اپين وخوړل او پر ځان مې کمپله وغوړوله نوره پر ځان نه يم پوهېدلې کله چې بیداره شوم په روغتون کې وم.))

د ثریا له واده څخه اته کلونه تېرېږي خو تر اوسه یې اولاد نه دى شوى . نوموړې زیاته کړه: (( په ټول بدن مې اور بل دی، فکر کوم چې معده،ځیګر، او ټول بدن مې سوځي ،زړه مې ډېر بد بد کېږي، سر مې درد کوي، سره له دې چې په خپل کار پېښمانه یم؛ خو خپل کور ته له بیا ورتلو پرته بله لاره نه لرم.))

نوموړې وايي: (( زه نه مور لرم او نه پلار، یواځې یو ورور لرم هغه په ایران کې دی،نو زه د خاوند له کور پرته هېڅ بله سرپناه نه لرم.))

 ثریا زياته کړه چې نوموړې په داسې بد وضعیت کې وه چې له ځان وژنې پرته یې بله لار نه درلوده.

۱۶ کلنه فاطمه(مستعار نوم) چې د ځان وژنې په موخه يې ټابليټ خوړلي و او لامل یې په زور واده کول ښيي وايي: (( د ځان وژنې لامل مې د کاکا له زوی سره په زور واده کول دی.))

فاطمه وايي، پلار يې له ماشوم توب څخه د کاکا زوی په نوم کړې وه او پلار یې غوښتل چې فاطمه په زور د کاکا له زوی سره نکاح ته مجبوره کړي.

نوموړې وویل: (( زه د کاکا له زوی سره هېڅ مینه نه لرم او پلار مې غواړي چې په زور مې د کاکا زوی ته نکاح کړي. څو ځله مې کورنۍ ته وویل چې زه نه غواړم د کاکا له زوی سره واده وکړم؛ خو چا مې خبره نه اورېدله، ما نه یواځې لس پاکټه ټابلېټ وخوړل، بلکې د لاس رګ مې هم پرې کړ او نه غواړم چې ژوندۍ پاتې شم.))

په هرات کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي زياتوالى

د هرات د ښځو چارو سرپرست رییسه عزیزه کریمي وايي، د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی ډېر شوی او د روان کال له پیله تر اوسه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۳۱۹ پېښې ثبت شوې؛ په داسې حال کې چې تېر کال د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ټول ټال ۶۰۰ پېښې ثبت شوې دي.

هغه په یاد ولایت کې د ښځو د ځان وژنې د هڅو پر ډېروالي اندېښنه څرګندوي او وایي، د ښځو چارو ریاست په دغه ولايت کې د ښځو د ځان وژنې د مخنيوي په موخه یو لړ پروګرانه په نظر کې لري.

 

 د ښار په ډېری پلورنځیو کې د مسموم کوونکو موادو او زراعتي درملو پلور خلکو له جدي اندېښنو سره مخ کړي دي.

د هرات یو شمېر اوسېدونکي په یاد ولایت کې د ماشومانو،ښځو او زده کوونکو مسمومېدل او ځان وژنه د ښار په زیاتره پلورنځیو کې په ښکاره ډول د مسموم کوونکو موادو په پلور پورې تړلي بولي.

 د هرات يو اوسېدونکي نجیب الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ښار کې په ښکاره ډول د مسموم کوونکو موادو پلور په کورنیو کې د ځان وژنې او مسموم کېدنې پېښې زیاتې کړې دي.

 د دغه ښار یو بل اوسېدونکی جمعه خان وايي چې همدا اوس په ښار کې هر ډول سمي مواد په ځانګړي ډول د موږک وژونکو موادو ته په اسانه توګه کورنۍ لاس رسی لري چې دا د اندېښنې وړ ده.

بل خوا بیا د یاد ولایت د زراعت اداره ټینګار لري چې دوی د یو جوړ شوي پلان له مخې تصمیم لري چې د ښار په پلورنځیو کې د مسموم کوونکو توکو پلور بند کړي.

د کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مرستیال بشیراحمد احمدي پژواک ته وویل: (( ډېری مسموم کوونکي مواد خوراک پلورنځیو او عطاریو کې پلورل کېږي، موږ یو کمېسيون ټاکلی تر څو له بازار څخه په جدي توګه څارنه وکړي او د یادو موادو د پلور مخه ونیسي.))

د ولایتي شورا یو شمېر غړي وايي چې د مسموم کوونکو توکه د پلور بندېدل د ځان وژنې د کمېدو لپاره حل لاره نه ده.

د هرات د ولايتي شورا غړې فاطمه جعفري په یاد ولایت کې د ښځو پر ځان وژنه اندېښنه څرګنده کړه او پژواک خبري اژانس ته یې وويل چې د ښځو پر وړاندې بد روحي، کلتوري او ټولنيز وضعیت د ښځو د ځان وژنې لامل شوي دي.

 نوموړی زیاتوي د ځان وژنې یو لامل خپګان دی چې په ښځو کې له ډېرو لارو رامنځ ته کېږي او حکومت باید د یادې ستونزې د مخنيوي په موخه لنډ مهاله او اوږد مهاله پروګرامونه تر سره کړي .

 نوموړي وویل: (( د ځان وژنې د له منځه وړلو لپاره په پلورنځیو کې د مسموم کوونکو موادو د پلور بندېدل د حل لاره نه ده، حکومت باید د یادې ستونزې د له منځه وړلو لپاره جدي پروګرامونه په نظر کې ولري.))

په داسې حال کې چې دیني عالمان ځان وژنه حرامه او د نفس وژل ګڼي.

 دیني عالم عبدالمجید صمیم پژواک خبري اژانس ته وویل: (( ځان وژنه حرامه ده، که هر څومره ستونزې زیاتې وي خو ځان وژل د اسلام د مبارک دین له نظره جواز نه لري؛ ځکه ځان وژل او د نورو وژل توپير نه لري.))

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه