نیلي (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۹۷): د دایکنډي ولایت یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د جنايي جرمونو زیاتوالي په اړه اندېښمن دي او وايي چې اختطاف، وژنې او غلاوې هغه موارد دي چې خلک یې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښمن کړي دي.
هغوی د امنیت په خوندیتوب کې امنیتي ځواکونه پر ناغېړۍ تورن کړي او وايي چې په دې وروستیو کې نا امني د دايکنډي په مرکز کې زیاته شوې ده او د شپې مهال خپلسرې وسله والې ډلې په ښار کې دننه تګ راتګ کوي او د خلکو د ګرځېدو مخه نیسي.
یاد اوسېدونکي زیاتوي چې د روانې اوونۍ په درېیو ورځو کې یو ځوان هټۍ وال تښتول شوی، دوه نور په جړو او ډزو باندې ټپیان دي او یو کور غلو وهلی، خو امنیتي ځواکونه د پېښو د عاملینو پر پېژندلو او نیولو نه دي توانېدلي.
د دایکنډي د مرکز نیلي ښار یوه اوسېدونکي قاسم علي پژواک ته وویل چې امنیتي ځواکونه په خپلو دندو کې غفلت کوي؛ ځکه چې کله جنايي پېښه رامنځته کېږي، ساعتونه او ان ورځ وخت اخلي څو پولیس سیمې ته ځان رسوي.
نوموړي زیاته کړه: ((موږ په ښار کې د خوندیتوب احساس نه کوو، نا مسوول وسله وال د شپې له خوا په ښار کې ګرځي، خلکو ته یې سرخوږی جوړ کړی او جنایي جرمونه ترسره کوي، خو هېڅوک یې پوښتنه نه کوي.))
د نیلي ښار یوه هټۍ وال رمضان چې د ناپېژاندو وسله والو له لوري تښتول شوی و، وویل چې ۲۴ ساعته د انسان تښتوونکو په بند کې و، څلور زره افغانۍ او یو موبایل یې ترې واخیستل.
هغه زیاته کړه: ((یوه شپه او ورځ یې تړلی وم، ویل یې چې له خپلې کورنۍ سره اړیکه ونیسه چې موږ ته پيسې راکړي، کله به یې وهلم ټکولم، چې کله یې خوشی کړم د وروڼو د ټیلېفون شمېرې یې رانه وغوښتې، هغوی پر ټیلېفون بوخت شول او زه وتښتېدم.))
د نیلي خلک وايي چې امنیتي ځواکونه د دغه ولایت د مرکز امنیت خوندیتوب کې ناغېړي کوي او که د دې ګډوډیو مخه ونه نیول شي، خلک به د حکومت پر وړاندې واټونو ته را ووځي.
د نیلي ښار یوه بل اوسېدونکي دوست محمد وویل: ((که حکومت د دې ګډوډیو مخه ونه نیسي، موږ به لاریونونه وکړو او مسوولین به رسوا کړو، کله چې موږ امنیت ونه لرو، پولیسو او ملي امنیت ته هم اړتیا نه لرو.))
نوموړي زیاته کړه چې په تېرو کلونو کې نا امني، په ځانګړې توګه د هټۍ والو د تښتولو پېښې د دغه ولایت په مرکز کې بې مخینې دي او د دغه وضعیت د دوام په صورت کې به سوداګر او کسبه کاران خپلې پانګې وباسي.
د دایکنډي یوه سوداګر علي احمد وویل: ((امنیتي وضعیت خراب دی او موږ اړ یو چې خپله پانګه له دایکنډي څخه وباسو او که مو امنیت خوندي نه شي، خلک به وسلو ته لاس کړي، نو بیا به حکومت او پولیسو ته اړتیا نه وي.))
بلخوا د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ چارواکي هم مني چې په مرکز نیلي کې جنايي پېښې زیاتې شوې، خو امنیتي ځواکونه د دې پېښو د عاملانو پېژندلو او نیولو لپاره هڅې کوي.
د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر خادم حسین احساني پژواک ته وویل چې تر اوسه د دې پېښو په تړاو څوک نه دي نیول شوي، خو پولیس شپه او ورځ د امنیت خوندیتوب هڅه کوي، جنايي پېښې په ټوله نړۍ کې رامنځته کېږي خو خلک باید منفي قضاوت ونه کړي، پولیس هڅه کوي چې ورانکارې ډلې ونیسي.
نوموړي زیاته کړه: ((ورانکارې ډلې تل له پولیسو یو ګام وړاندې دي، ښايي دا پېښې د معتادینو، غلو او یا د اوباشانو ډلو له لوري ترسره کېږي؛ خو موږ خلکو ته ډاډ ورکوو چې مجرم د قانون له منګولو تښتېدلی نه شي.))
هغه له خلکو غوښتنه وکړه چې د پولیسو بدنامولو پر ځای دې له امنیتي ځواکونو سره د امنیت په خوندیتوب کې همکاري وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې دایکنډي د هېواد یو له امن ولایتونو شمېرل کېږي خو په دغه ولایت کې د نا مسوولو وسله والو شتون خلک اندېښمن کړي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










