منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۲ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“د پوهنې او لوړو زده‌کړو اوسنی نصاب بیاکتنې ته اړتیا لري”

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۱ کتنې

کابل (پژواک، ١٤ چنګاښ ٩٧): د خلکو او ارګ درېيمه مناظره کې ويناوالو وويل چې د پوهنې او لوړو زده‌کړو اوسنی نصاب د بازار د اړتیاوو په اساس نه دی تدوین شوی او بیاکتنې ته اړتیا لري.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د زده‌کړو په برخه کې په فرصتونو، خنډونو او حل لارو د خلکو او ارګ درېیمه مناظره د «زده‌کړې: فرصتونه، خنډونه او حل لارې» تر عنوان لاندې د تحصیلي او تعلیمي نظام د مختلفو اقشارو، دولتي چارواکو او د یونسکو او یونیسف دفترونو د استازو په ګډون، په جمهوري ریاست ارګ کې ترسره شوه.

سرچينه کاږي، په دې پروګرام کې په زېربنایي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار محمد همایون قیومي، د پوهنې وزارت د عمومي تعلیماتو معین محمد ابراهیم شینواري، د لوړو زده‌کړو وزارت علمي معین عبدالتواب بالاکرزي او په افغانستان کې د یونسکو او یونیسف دفترونو په استازولۍ پټریشیا مک فلیپس ویناوې وکړې.

ویناوالو د پوهنې او لوړو زده‌کړو په برخه کې پرمختګونه د کمیت له اړخه د پام وړ وبلل، خو ټینګار یې وکړ چې د پوهنې او لوړو زده‌کړو په کیفیت کې د ښه‌والي لپاره هم باید بنسټیز کارونه ترسره شي.

ویناوالو ټینګار وکړ چې د پوهنې او لوړو زده‌کړو اوسنی نصاب د بازار د اړتیاوو په اساس نه دی تدوین شوی او بیاکتنې ته اړتیا لري.

د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو د مسوولینو په وینا، له نړیوالو معیارونو سره په مطابقت د تعلیمي او تحصیلي نصاب پر اصلاح کار روان دی او د بازار اړتیاوو ته به په‌کې ځای ورکړل شي.

هغوی یادونه وکړه چې حکومت په پام کې لري، څو تر راتلونکو پنځو کلونو اویا سلنه ښوونځي په حرفوي ښوونځیو بدل کړي.

په زېربنایي چارو کې د ولسمشر سترسلاکار همایون قیومي، روزنیز بهیر ته د جمهور ريیس جدي پاملرنې ته په اشارې وویل، چې د جمهورريیس غني په مشرۍ د بشري سرچینو عالي شورا غونډو ترسره کول د دې موضوع اهمیت ښیي.

هغه وویل، حکومت په پلان کې لري، څو تر راتلونکو دوو کلونو په ټول هېواد کې شپږ زره ښوونځي جوړ کړي.

ویناوالو د بوديجې او مالي امکاناتو کموالی، په پوهنې او لوړو زده‌کړو ارګانونو کې د نورو ارګانونو دخالت او د قانون پر وړاندې د بې‌تفاوتۍ فرهنګ، د ښوونیز بهیر پر وړاندې عمده ستونزې وبللې.

ویناوالو، د نصاب بیاکتنه او انکشاف، د بازار د اړتیاوو پر اساس د نویو څانګو جوړول، د استادانو د ظرفیت لوړول، د لوړو زده‌کړو د تشکیلاتو بیاکتنه، کمو پرمختللو ولایتونو ته پاملرنه، علمي څېړنې، د ښځو د برخې زیاتېدل او د محصلانو لپاره د لوړو زده‌کړو د خدمتونو ښه‌کول، په هېواد کې د لوړو زده‌کړو د ښه‌والي لپاره د حکومت لومړیتوبونه وبلل.

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې د ملګرو ملتونو په چارو کې د جمهور ريیس سترې سلاکارې فرخنده زهرا نادري په دې مناظره کې وویل، چې دا مناظره په لومړي او دویم دور کې ترسره شوې او هڅه دا ده، څو د ټولنې مختلف اقشار په مرکز کې پر دې مهمو موضوعاتو بحث وکړي او له دې لارې خپل غږ پورته کړي.

هغې د خلکو او ارګ درېیمه مناظره د ملګرو ملتونو د واحدې مفکورې یوه برخه وبلله، چې سند یې ولسمشر غني ته وړاندې شوی دی.

د خبرپاڼې د معلوماتو په اساس، «د خلکو او ارګ» مناظرو لړۍ د لومړي ځل لپاره د ۱۳۹۶ په چنګاښ میاشت کې د ملګرو ملتونو په چارو کې د ولسمشر د سترې سلاکارې د دفتر له لوري د جمهوري ریاست په ارګ کې پیل شوه. دغه مناظرې د ډیموکراسۍ بهیر د بنسټيزه کولو او د ځواب وینې د فرهنګ عامولو په موخه ترسره کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه