جلال اباد (پژواک، ۲٥ چنګاښ ۹۷): د ننګرهار ولايتي شورا او عام خلک وايي، د دغه ولايت نوې امنيتي رهبري هم د امنيت په ټینګښت کې پاتې راغلې او دې رهبرۍ ته د ولسمشر وروستی درې مياشتنی ضرب الاجل هم يوه نمايشي خبره ګڼي.
خلک وايي، د نوې امنيتي رهبرۍ په راتګ سره په تېرو څو اوونيو کې جلال اباد ښار د خونړیو ځانمرګو بريدونو شاهد دی او په ولسواليو کې یې هم نا امني تر پخوا ډېره شوې ده.
د ننګرهار د والي په توګه د حيات الله حيات له ټاکل کېدو سره سم د دغه ولايت د پوليسو په ليکو کې ډېر تغييرات رامنځته شول، د ولايت د امنيه قوماندان په ګډون ۴۱ امنيتي منسوبين تغيير او تبديل شول چې موخه يې هم په دغه ولايت کې د امنيت تامين و.
په دغو ګومارنو کې پاسوال غلام سنايي ستانکزی د ننګرهار امنيه قوماندان، سمونوال ګل رحيم د امنیې قوماندانۍ اداري مرستیال، سمونوال اغا ګل د امنيت امر، سمونوال اکبر جاوېد له جنايي جرمونو سره د مبارزې امر،.سمونوال عزيز د استخباراتو مدير، سمونيار خالد له تروريزم سره د مبارزې امر، سمونيار صفرمحمد د پلان او اوپراسيون مدير، سمونمل شاه محمد د کشف امر، سمونيار محمد عزيز د سيمې کنټرول مدير او سمونيار محمد ياسين د کرېمينل تخنيک د مدير په توګه ټاکل شوي دي.
دغه راز د دغه ولايت د ۱۷ ولسواليو امنيه قوماندانان او د جنايي جرمونو مديران او دغه راز د جلال اباد ښار د اوو امنيتي حوزو امرين او نور مامورين هم په نوو ګومارنو کې شامل وو.
ولسمشر ننګرهار ته د خپل وروستي سفر پر مهال هم د تغييراتو رامنځته کېدل د نا امنیو د له منځه وړو په موخه یاد کړل او د دغه ولايت امنيه قوماندان او د ملي امنيت رييس ته يې درې مياشتې ضرب الاجل وټاکه، که يې امنيت تامين نه کړ، نو له دندو به يې لرې کړي.
خو د جلال اباد ښاريان او د ولايتي شورا غړي وايي چې د دغو تغييراتو په رامنځته کېدو نه يوازې امنيت خوندي نه شو، بلکې تر پخوا لا خراب شوی دی.
د ولايتي شورا غړی سهراب قادري وايي چې يوازې په تېرو دوو اوونيو کې د درېيو لويو خونړیو بريدونو تر څنګ جلال اباد ښار او ولسوالۍ تر لسو د ډېرو پېښو شاهد و.
هغه له پژواک سره په مرکه کې وويل، د امنيتي سکټور په رهبرۍ کې تغييراتو د ګټې پر ځای زيان ډېر رسولی او امنيت ورسره لا خراب شوی دی.
نوموړي غوښتنه وکړه: ((نو که د ولسواليو امنيت نه شي تامينولی او بهانې کوي چې يا تشکيلات کم دي، يا سرحدونه دي؛ نو د خلکو لپاره خو د ښار امنيت تامين کړي چې يو ځای کې خو د ارام ساه واخلي.))
د شورا بل غړی ناصر کاموال هم وايي چې نوې رهبري د امنيت په تامين کې پاتې راغلي او علت يې هم دلته له جغرافیې سره نابلدتيا، د تجربې کموالی او پر واسطو ګومارنه ده.
هغه پژواک ته وويل: ((د ښاري مديريت پېښه، تر دې وړاندې نورې مرګونې پېښې دلته رامنځته شوې، په دې برخه کې که موږ ووايو، د ننګرهار ولايت نوې رهبري د امنيت په تامين کې کاملاً پاتې راغلې؛ نو موږ به د خپل ولس غږ پورته کړی وي.))
د جلال اباد ښاریان هم اندېښمن دي او وايي، هر سهار له کوره د راتګ پر مهال دا تمه نه لري چې ژوندی به بېرته کور ته ستون شي.
سبحان الله په جلال اباد ښار کې ټکسي چلوي، دی وايي هېڅوک او هېڅ ځای خوندي نه دی؛ ځکه په هر ځای کې بريدونه وشول او امنيتي ځواکونو يې هېڅ مخنيوی ونه شو کړلی.
د جلال اباد ښار يو اوسېدونکی محمد ابرار وايي، چې دلته هېڅ امنيت نشته او هره ورځ د چاودنو او بريدونو خبرونه اورېدل کېږي.
هغه پژواک سره د خبرو پر مهال غوښتنه وکړه چې له هرې لارې کېږي، امنيت دې تامين شي؛ ځکه وايي، له امنيت پرته ټول کارونه ناشوني دي.
بلخوا د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي له پژواک سره د خبرو پر مهال که څه هم د وروستیو پېښو له امله د ولايتي ادارې اندښنې شريکې کړې؛ خو زياتوي چې په ولسواليو کې د وسله والو تر سختو ځپلو وروسته دغو ډلو د غچ اخيستو په موخه په ښار کې غلچکي بريدونه پيل کړل.
دی وايي، همدا نن هم والي حيات الله حيات د جلال اباد ښار د امنيتي وضعيت د ښه کېدو په موخه له کورنيو او بهرنيو امنيتي مسوولينو سره غونډه وکړه.
د يادولو ده، په دې وروستيو کې د جلال اباد ښار مخابراتو څلورلارې کې پر افغان سيکانو، شپږمه ناحيه کې د ملي امنيت د تلاشۍ په يوه پوسته او د تېرې پنجشنبې په ورځ د پوهنې رياست پر ښاري مديريت د وسله والو ځانمرګي بريدونو خلک ډېر اندېښمن کړي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










