کندهار(پژواک، ۲۵ چنګاښ ۹۷): د سوېلي ولایتونو اوسېدونکي پاکستان ته د تلو پر مهال د دغه هېواد د ملېشو له خوا ځورول کېږي، پیسې ورڅخه اخیستل کېږي او کله کله په یوه او بله پلمه زندانونو ته اچول کېږي.
د کندهار، هلمند، اروزګان، زابل او یو شمېر نورو ولایتونو خلک چې د سپین بولدک له لارې پاکستان ته د درملنې، سوداګرۍ او نورو اړتیاوو په موخه تګ راتګ کوي وايي، پاکستانۍ ملېشې ورسره د سپکاوي او توهین تر بریده ناسم چلند کوي.
دوی زیاتوي، پر دغه لاره د ملېشو له خوا وهل او ښکنځل د معمول خبرې دي خو له دې ور ها خوا له مسافرو پیسې اخیستل کېږي، په یوه او بل نوم ځورول کېږي او زندانونو ته اچول کېږي.
د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ اوسېدونکي محمد قسیم پژواک خبري اژانس ته وویل، افغانان د پاکستاني ملېشو له خوا د تګ او راتګ دواړو پر مهال سخت ځورول کېږي.
هغه زیاته کړه، هره ورځ پر دغه لار په زرګونو مسافر چې واړه، زاړه، ښځې او ماشومان په کې شامل دي، په ساعتونو ځنډول کېږي، وهل کېږي، سپکې سپورې ورته ویل کېږي او پیسې ورڅخه اخیستل کېږي.
د ده په خبره، پاکستان ته تګ خلکو ته د بې عزتۍ او سپکاوي په بیه تمامېږي.
نوموړی چې څو ورځې مخکې کویټې ته تللی او تازه بېرته راغلی، وايي: ((پر دې لار تګ او راتګ سم دم ذلالت دی، زه له خپل ملګري سره تللی وم، اول خو مو ساعتونو انتظار وکړ، وروسته مو د خلکو په ټېل ماټېل کې د ځانونو د ویستلو هڅه کوله چې ملېشې ولیدلو هم یې ووهلو او هم یې وښکنځلو، زه په تېښته بریالی شوم خو زما ملګری یې ونیو.))
قسيم وویل، دا پر دغه لار د هرې ورځې کیسه ده، خو خلک مجبور دي بیا هم پاکستان ته تګ راتګ کوي.
نوموړی له دولته غواړي چې د خپلو خلکو دغې ستونزې ته پام وکړي، له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي او هغوی له دې کړاو څخه خلاص کړي.
د حاجي عبدالرحمن په نوم یوه سپین ږیري هم پژواک اژانس ته وویل چې پاکستاني ملېشو یې سپکاوی کړی او دی یې وهلی ټکولی دی.
دی زیاتوي، پاکستاني ملیشه هومره له انسانیته لرې دي چې ان د سپین ږیرو، مېرمنو او ماشومانو خیال هم نه ساتي او ساعتونه ساعتونه یې تر تاوده لمر لاندې درولي وي.
د ده په خبره، ملېشې له مسافرو دوه او درې زره کلدارې غواړي که ور یې نه کړي نو ځنډوي یې، وهي یې او ښکنځي یې.
د نوموړي په وینا، پاکستان ته د تلو پر مهال پاکستاني ملېشو له ده هم پیسې اخیستي، درمل او نور توکي یې ورڅخه اخیستي او مات کړي دي.
دی له حکومته غواړي چې د خلکو غم وخوري او له دې ظلم او ستم څخه یې خلاص کړي.
د محمد نادر په نوم یو بل تن وايي، د دواړو لورو تر منځ پرېکړه شوې چې افغانان د تذکرې له رویه پاکستان ته سفر کولی شي، خو پر دې برسېره د خلکو اسنادو ته ارزښت نه ورکول کېږي او ځورول کېږي.
ده پژواک خبري اژانس ته وویل، پر دې لار هره ورځ په زرګونو خلک تګ راتګ کوي چې ډېر یې د درملنې، سوداګرۍ او نورو اړتیاوو لپاره پاکستان ته سفر کوي چې د پاکستان اقتصاد ته ورڅخه ډېره ګټه رسېږي خو بیا هم پاکستانیان له افغانانو سره سم چلند نه کوي.
د ده په خبره، ان ډېر هغه افغانان چې په پاسپورټ دغه هېواد ته سفر کوي هم پیسې ورڅخه اخیستل کېږي.
په سپین بولدک کې د سرحدي ځواکونو د کمېسارۍ مشر سمونوال محمد شریف غرزی مني چې خلک د افغانستان او پاکستان تر منځ د تګ راتګ پر مهال له ستونزو سره مخ دي او ده یې د حل لپاره یې په وار وار له خپلو سیالو پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې دي.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، پاکستاني لوري په وار وار ژمنې کړي چې افغانان به د تګ راتګ پر مهال نه ځورول کېږي خو هغوی ډېر کم پر خپلو ژمنو درېږي.
هغه زیاته کړه، د دواړو حکومتونو د پرېکړې له مخې افغانان کولی شي د اصلي تذکرې په لرلو پاکستان ته سفر وکړي، خو لیدل کېږي چې پر دې سربېره هم ناسم چلند ورسره کېږي.
نوموړي د بېلګې په توګه یو افغان کډول یاد کړ چې له خپلې کورنۍ سره خپل هېواد ته راستنېده او پاکستاني ملېشو ورڅخه څو سوه زره افغانۍ اخیستې وې.
دی وايي، د دغه کډوال د شکایت پر بنسټ یې د پاکستاني ملېشو له مېجر سره خبرې وکړې او له هغه یې پیسې بیرته واخیستې او هغه کډوال ته یې وسپارلې.
غرزى وايي، دغه ستونزې د حکومتونو په کچه دي او همدوی یې د هواري واک او صلاحیت لري.
د هېواد په سوېل کې د سپین بولدک پر لار هره ورځ له ۲۵ زرو زیات خلک د سوداګرۍ، کاروبار او ناروغانو د درملنې په موخه د افغانستان او پاکستان تر منځ تګ راتګ کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










