جلال اباد (پژواک د زمري لومړۍ نېټه ۹۷): د ننګرهار والي وايي چې ددغه ولايت خصوصي پوهنتونونو ته هېڅ ډول امنيتي ګواښ نشته .
بلخوا د خصوصي پوهنتونونو چارواکي وايي چې يو شمېر پوهنتونونو ته محصلين د امنيتي ګواښونونو له امله نه، بلکې ازموينو ته د چمتوالي له امله نه ځي.
دوی هغه اوازې په کلکه رد کړې چې ګواکې د دغه ولايت پوهنتونونه او ځينې نورې پوهنيزې ادارې د امنيتي ګواښونو له امله تړل شوي دي.
ننګرهار کې د پوهنتونونو د تړل کېدو اوازې په داسې حال کې خپرې شوې چې داعش ډلې د دغه ولايت د پوهنې رياست اړوند ښوونځيو او نورو ادارو ته ګواښونه وکړل او په رياست او د رياست اړوند ښاري مديريت باندې يې ډله ييز بريدونه هم وکړل.
اوازې وروسته له هغه خپرې شوې چې د ځينو پوهنتونونو محصلين ازموينو ته د چمتوالي په موخه پوهنتون ته نه تلل او د پوهنتونونو مخکې ګڼه ګوڼه کمه شوه، چې ورو ورو دغه خبره په فيسبوک کې خپرېده او بالاخره يوه لويه اوازه شوه.
ګڼو مدني فعالانو په خپلو فيسبوک پاڼو کې دغې موضوع ته اشاره کړې او له مرکزي ادارې يې د ننګرهار امنيتي وضعيت ته د پاملرنې غوښتنه کړې ده.
ننګرهار کې دوه خصوصي پوهنتونونه او څلور د خصوصي لوړو زده کړو موسسې فعاليت کوي، چې شاوخوا ۲۳ زره نارينه او ښځينه محصلين په کې په زده کړو بوخت دي او د دې ترڅنګ ګڼ شمېر خصوصي انسټيټيوټونه هم فعاليت کوي.
د خصوصي پوهنتونونو له ډلې د الفلاح پوهنتون يوه محصل د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل چې دوی په هر سمستر ازموينو کې د چمتوالي په خاطر رخصت کوي او دا ځل يې چې ځينو پوهنځيو رخصت وکړ؛ نو د خلکو د اندېښنې سبب شو.
د روښان په نوم د لوړو زده کړو موسسه چې تر ډېره د طب په برخه کې محصلين په کې په زده کړو بوخت دي، د ځينو پوهنځيو درسي چارې يې روانې دي؛ خو ځينې بيا د ازموينو له امله رخصت دي.
د دغې تعليمي ادارې ترڅنګ يو هټیوال اول داد (مستعار نوم) وايي، چې تر پخوا د دغې ادارې ترمخ ګڼه ګوڼه کمه شوې، دی وايي، معلومات ورته نشته چې ولې محصلين نه راځي؛ خو وايي، اوازه ده چې وسله والو ورته ګواښ کړی دی.
د ننګرهار ولايت د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو اتحاديه هم وايي چې په دغه ولايت کې پوهنتونونو ته محصلين د ګواښونو له امله نه، بلکې د ازموينو په خاطر نه راځي.
د يادې اتحاديې اجراييه رييس ډاکټر نعمت الله همدرد پژواک ته وويل چې په ځينو پوهنتونونو او موسساتو کې د سمستر ازموينې را روانې دي؛ نو له امله يې پوهنتونونو ته د محصلينو تګ کم شوى.
نوموړي زياته کړه: ((اول خو تهدیدات نشته، که بيا هم کومه ستونزه وي؛ نو موږ دا پرېکړه کړې چې پوهنتونونه نه بندو.))
په همدې حال کې د ننګرهار والي حيات الله حيات هم وايي چې د دغه ولايت پوهنتونونو ته هېڅ ګواښ نشته او په دغه برخه کې يې ټولې خبرې يوازې اوازې وبللې.
هغه زياته کړه: ((موږ يواځې له اداراتو دا وپوښتل چې که مثلاً يو څوک راځي او ستاسو د پوهنتون له مخې څوک اختطاف کوي، تاسو څه تدابير لرئ؛ نو هغوی همدا خبره اوازه کړه چې ګواکې خطر موجود دى.))
په دې وروستيو کې د ننګرهار امنيتي وضعيت په اړه اندېښنې ډېرې شوي او حتی خلک په خپلو کورونو کې هم ځان خوندي نه ګڼي، دوی له مرکزي ادارې څخه په دغه برخه کې د ځانګړو اقداماتو او تګلارو د رامنځته کېدو غوښتونکي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









