منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۲ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

يوشمېر ارزول شوي تحصيلي ارګانونه معیاري وبلل شول

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۲ کتنې

کابل (پژواک،د زمري لومړۍ نېټه ٩٧): د لوړو زده کړو وزارت د اوو شخصي تحصیلي ارګانونو د ارزونې او د هغو د معیاريتوب خبر ورکوي او وایي، تر راتلونکو دوو اوونیو به د ۱۳۹۶ کال د فارغینود کانکور پایلې هم اعلان کړي.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند ضیاساحل نن په کابل کې خبري ناستې ته وویل، دغه وزارت شاوخوا شپږ میاشتې مخکې په هېواد کې د ۱۳۱ تحصیلي ارګانونو اروزنه پيل کړې ده.

د هغه په خبره، تر اوسه د امریکايي پوهنتون، سلام، کاردان، کاتب، ابن سینا، خاتم النبین، باختر او دعوت د لوړو زده کړو د خصوصي ارګانونونو ارزونه چې په کابل کې فعالیت لري پوره شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، څېړنې ښيي چې یاد اته تحصیلي ارګانونه د لوړو زده کړو وزارت له معیارونو سره برابر دي او د پاتې نورو خصوصي تحصيلي ارګانونو څېړنه روانه ده.

د ساحل په خبره، د لوړو زده کړو وزارت د هغه تحصيلي ارګانونو فارغانو ته چې د یاد وزارت له معیارونو سره برابر دي ډېپلوم ورکوي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د لوړو زده کړو وزارت له درسي نصاب سره برابر نصاب، معیاري ودانۍ، د لازمو درسي موادو لکه لابراتوارونه او نورو لرل او د مسلکي استادانو شتون د هغو ۴۱ معیارونو له ډلې دي چې د خصوصي تحصیلي ارګانونو لپاره ټاکل شوي دي.

ساحل د هغو خصوصي ارګانونو نومونه یاد نه کړل چې د یاد وزارت له معیارونو سره برابر نه و؛ خو ويې ویل، له څېړنو وروسته به دا ارګانونه څرګند شي او په ۱۳۹۸ کال کې به هغو خصوصي ارګانونو ته چې د لوړو زده کړو وزارت پر معیار برابر نه وي د کار د دوام اجازه ورنه کړل شي. 

د کانکور ازموینه

د کانکور د ازموینې د عمومي کمېټې رییس پوهنوال عبدالقدیر خموش په دې خبري ناسته کې وویل، په ۳۴ ولایتونو کې د کانکور ازموینه اخیستل شوې ده او ټاکل شوې ده چې پایلې یې د متفرقه او د شپې د پوهنتونونو له  ازموینې وروسته  د زمري له ۱۵ مې مخکې اعلان شي.

نوموړي زیاته کړه، ټاکل شوې چې سږ کال به د کانکور له ۲۰۰ زرو مینوالو ۶۲ زره کسان دولتي عالي پوهنتونونو، ۵۳ زره کسان به نیمه عالي دولتي موسسو ته او پنځه زره کسان به دولتي شپنيو پوهنتونونو ته جذب شي.

د هغه په خبره، د کانکور هغو ګډونوالو چې له ۱۵۶ کمې نومرې اخیستې وي؛ خو د لوړو زده کړو دولتي موسسو ته یې لاره نه ده پیداکړې د لوړو زده کړو خصوصي موسسو ته په تخفیف ورپېژندل کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه