ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې تړل شوي لسګونه ښوونځي بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانیستل شول

لوګر کې تړل شوي لسګونه ښوونځي بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانیستل شول

author avatar
25 Jul 2018 - 10:38
لوګر کې تړل شوي لسګونه ښوونځي بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانیستل شول
author avatar
25 Jul 2018 - 10:38

پل علم (پژواک، ٣ زمرى ٩٧): د لوګر د پوهنې رياست چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې تړلي ټول ښوونځي بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانيستل شول او ازموينې يې پيل شوې.

د لوګر د پوهنې رياست وياند محمد شاپور عرب د زمري په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې شاوخوا يوه اوونۍ مخکې د طالبانو د ګواښونو له امله په دغه ولايت کې ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړل شوي وو.

دى وايي: ((د زده کوونکو ازموينې هم په نيمايي کې پاتې وې چې په ځينو نورو ولسواليو کې کله چې زمينه برابرېده ازموينې اخيستل کېدې، خو په مرکز پل علم او محمداغې ولسوالۍ کې نن تړلي ٩٠ ښوونځي د زده کوونکو پر مخ بېرته پرانيستل شول او ازموينې يې پيل شوې.))

عرب له کورنيو وغوښتل چې خپل ماشومان د پاتې ازموينو د ورکړې لپاره هر څو ژر ښوونځيو ته واستوي.

دغه راز د محمداغې عالي لېسې د یوولسم ټولګي زده کوونکي عبدالصمد پژواک ته وويل چې نن يې ښوونځى بېرته پرانيستل شوى او د ازموينې لپاره ورغلي دي.

هغه وايي: ((ټول شاګردان خبر نه دي، ځيني راغلي او ځيني نور تر اوسه نه دي راغلي.))

همدارنګه د پوهنې وزارت د نشراتو رييس او وياند کبير حقمل هم پژواک ته وويل چې په لوګر کې تړلي ١٠٣ بابه ښوونځي بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانيستل شوي او ازموينې يې پيل شوې.

بل لور ته طالبان هم دغه موضوع تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د يادو ښوونځيو د بېرته خلاصېدو لپاره يو پلاوى دوى سيمې ته استولى و.

هغه وايي چې دغه پلاوي د حکومت له پلاوي او سيمه ييزو طالبانو سره خبرې کړې او هغوى ته يې قناعت ورکړى نو ځکه ښوونځي بېرته پرانيستل شوي دي.

د يادونې ده، په لوګر کې دا مهال ٣٠٧ ښوونيز مرکزونه دي چې د پنځوس زره نجونو په ګډون شاوخوا ١٥٠زره زده کوونکي په کې زده کړې کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.