ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیکا خلک نا امنیو اندېښمن کړي

د پکتیکا خلک نا امنیو اندېښمن کړي

author avatar
26 Jul 2018 - 16:02
د پکتیکا خلک نا امنیو اندېښمن کړي
author avatar
26 Jul 2018 - 16:02

ښـرنه (پژواک، ٤ زمرى ٩٧): د پکتيکا خلک او د ولايتي شورا غړي وايي چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې امنيتي وضعيت ډېر خراب شوى چې له امله يې دوی اندېښمن دي او بايد جدي تدابير ورته ونيول شي.

دوى دغه اندېښنه وروسته له هغه ښيي چې وړمه ورځ طالبانو د دغه ولايت دوه ولسوالۍ اومنه او ګيان ونيولې او د بېرته نيولو لپاره يې اوس د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې روانې دي.

په دې اړه د ګومل ولسوالۍ اوسېدونکي اسدالله ګوملوال د زمري په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر بل هر وخت نه په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې امنيتي وضعيت خراب شوى دى.

هغه وايي: ((هره ورځ د امنيتي سرتېرو جنازې وچتېږي، خو امنيتي چارواکي يې په اړه کابل ته د خير او خيريت احوال ورکوي، پوستې سقوط کوي، خو څوک يې مخه نه نيسي.))

د نوموړي په وينا، سره له دې چې د امنيتي ځواکونو ته پر وخت اکمالات نه کېږي، تر څنګ د سرتېرو په ځانګړي د پوليسو غیر حاضري هم ډېره شوې ده.

دغه راز د دغه ولايت د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکي شين ګل هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل: ((امنيتي وضعيت دومره خراب دى چې خلک کاروبار ان دوکاندارۍ ته هم زړه نه ښه کوي.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو عامو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

همدارنګه د دغه ولايت ولايتي شورا غړي عبدالجليل خروټي پژواک ته وويل چې په پکتیکا کې د خيالي پوليسو له امله د نا امنۍ او د سرتېرو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.

ده زياته کړه: ((کومه پوسته کې چې بايد شل تنه وي، هلته پنځه تنه حاضر وي، له همدې امله هم سرتېري وژل کېږي او هم يې پوستې سقوط کوي.))

د خروټي په وينا، سره له دې چې د دغه ولايت په ځینو سيمو کې جګړې روانې دي، تر څنګ يې د دغه ولايت لويې لارې له غزني او پکتيا سره هم د نا امنۍ له امله تړل شوې دي.

ده له حکومتي چارواکو د پکتيکا د امنيت د ټينګښت لپاره د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.

د يادو څرګندونو په اړه د پکتيا د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمد ارين پژواک ته وويل چې د نور افغانستان په څېر کله نا کله د دغه ولايت په ځينو ولسواليو کې هم نښتې کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.