کابل (پژواک، ٤ زمرى ٩٧): د سعودي عربستان د اطلاعاتو او کلتور وزير دوکتور عواد بن صالح العواد وايي چې د خداى د مېلمنو خدمت او کوربه توب د دوى لپاره ستر وياړ دى.
نوموړي دغه څرګندونې د اسلامي هېوادونو د ژورنالېستانو له يوه پلاوي سره د ليدنې پر مهال کړې دي.
هغه زياته کړې چې عربستان د حج فريضې له ادا کولو هېڅوک نه منعه کوي او زايرينو ته هر ډول اسانتياوې برابروي.
نوموړي ويلي چې رسنۍ د ولسونو په بيدارولو کې مهم رول لوبوي.
دوکتور عواد وايي چې د حاجيانو او زايرينو خدمت او کوربه توب د دوى لپاره ستر وياړ دى او په دې برخه کې به له هر ډول خدمت او همکارۍ څخه درېغ ونه کړي.
دغه راز د اسلامي هېوادونو د ژورنالېستانو پلاوي د حرمينو د ادارې مشر شيخ عبدالرحمن السديس سره ليدلي او د راتلونکي حج مراسمو پر انتظاماتو يې خبرې کړې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










