کابل (پژواک، ٥ زمرى ٩٧): ولسمشر غني وايي چې سږکال به د هېواد په هره ولسوالۍ کې يو مسلکي او تخنيکي ښوونځى جوړ شي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني بادغیس ولایت ته د خپل سفر په دویمه ورځ نن سهار د پوهنتون له استادانو او د معارف له ښوونکو سره وکتل.
سرچينه کاږي، په دغه کتنه کې د بادغیس ولایت د پوهنې رئیس زکریا رحیمي او د بادغیس د لوړو زده کړو موسسې رئیس صمیم غفوري د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او له جمهور رئیس څخه یې د برېښنا سب سټیشن د پرانیستې په خاطر مننه وکړه.
هغوی د جمهور رئیس له برنامو څخه د ملاتړ تر څنګ د پوهنتون او ښوونځیو د تجهیزاتو او ودانیو د کمښت او د ښوونکو لپاره د ښارګوټي جوړولو او د مسلکي ښوونځیو د جوړولو په برخه کې خپل مشخص وړاندیزونه له جمهور رئیس سره شریک کړل.
ولسمشر غني د پوهنتون له استادانو او د معارف د ښوونکو له هڅو او زحمتونو څخه مننه وکړه، ويې ویل، په روان کال کې به له تیارو جوړو ودانیزو توکو څخه ۷۰ ښوونځي او راتلونکى کال به ۳۰۰ د ښوونځیو ودانۍ چې په ټولیز ډول تر دوو کالو پورې شپږ زره ښوونځي کېږي، په ټول هېواد کې جوړ شي.
هغه زیاته کړه، د بادغیس په څېر ولایتونو ته به لومړیتوب ورکول شي او په دویم ګام کې به ښوونځیو ته انټرنټ په پام کې ونیول شي.
غني دې ته په اشارې چې سږکال به په هره ولسوالي کې یو مسلکي او تخنیکي ښوونځی جوړ شي، وویل، د دغو ښوونځیو جوړېدل به په معیاري توګه د صنعت او کرنې په ودې کې اغېزناک تمام شي.
هغه په دې خاطر چې دغه ولایت کې د ښوونځیو بندېدل صفر ته راټیټ شوي دي، خوښي وښوده، ويې ویل، ښوونځیو ته د نجونو تګ ضروري دی او په کلیو کې به د هغوی ښوونې او روزنې ته ځانګړې پاملرنه وشي.
نوموړي په بادغیس ولایت کې د لوړو زده کړو په تخصصي کېدو ټینګار وکړ، ويې ویل، په دغه ولایت کې د کرنې پوهنځی کولای شي چې د پستې د ځنګلونو په معیاري کولو او انکشاف کې اغېزناک تمام شي او د کرنې سکتور ته یې لارښوونه وکړه چې په دې برخه کې د بادغیس د لوړو زده کړو موسسې سره همکاري وکړي.
له بلې خوا ولسمشر محمد اشرف غني د بادغیس له یو شمېر مشرانو او متنفذینو سره هم کتلي دي.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې سناتور رنګین خان مشکواني او عبدالکریم نصرت د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او نوموړي او ورسره پلاوي ته یې د ښه راغلاست تر څنګ د قلعه نو د برېښنا د سب سټیشن د پرانیستې په خاطر ور څخه مننه وکړه.
هغوی وویل: "بادغیس ولایت ته ستاسې دوه ځلي سفر دغه ولایت ته ستاسو د پاملرنې څرګنده نښه ده چې د بادغیس په تاریخ کې د جمهور رئیس له خوا داسې پاملرنه مخینه نه لري، ستاسو دا کارونه به تاریخ هېر نه کړي."
د بادغیس مشرانو د حکومت له برنامو څخه د ملاتړ څرګندولو تر څنګ د سولې پروسې، د امنیت او وچکالۍ په برخه کې د دغه ولایت د خلکو اړتیاوو او د لا زیاتو زیربنايي پروژو او د څارویو د غوښې د ساتلو په خاطر د سړو خونو د ایجاد موضوعات مطرح کړل.
ولسمشر د هغوی د خبرو له اورېدو وروسته وویل، د وچکالۍ موضوع د دقیقې څېړنې په خاطر به د کرنې او مالدارۍ وزیر ژر دغه ولایت ته سفر وکړي.
هغه د سولې او ثبات په ټینګښت او له سیمه ییز حکومت سره په همکارۍ کې د مشرانو نقش مهم وباله او څرګنده یې کړه: "تمه لرم بادغیس د سولې په پرمختګ کې یوه بېلګه اوسي او د خلکو او حکومت ترمنځ همکاري پراخه شي."
ده زياته کړه، د قیصارلامان سړک کار د چټکتیا په شمول به د بندونو جوړولو، د څښاک اوبو د چمتو کولو، بېځایه شویو ته رسیدګۍ او غالۍ اوبدونکو ته د ښارګوټي جوړولو په برخه کې به د خلکو اساسي غوښتنو ته پاملرنه وشي.
بايد وويل شي ولسمشر غني بادغيس ته له دوه ورځني سفر وروسته، نن غرمه کابل ته راستون شو.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










