ترينکوټ (پژواک، ۶ زمرى ۹۷): په اروزګان ولايت کې د پژواک خبرې اژانس د پخواني خبريال احمد اميد خپلواک اووم تلين د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شو.
خپلواک اووه کاله مخکې د زمري مياشتي په شپږمه نېټه د اروزګان د ملي راډیو ټلوېزون پر ودانۍ تر ځانمرګي بريد وروسته د بهرنیو ځواکونو له خوا پر ډزو ووژل شو.
د خپلواک د اووم تلین په نمانځغونډه کې پر دې نیوکې وشوې چې د هغه قاتلین یې لا هم نه دي محاکمه کړي.
د امید خپلواک مشر ورور جاوېد خپلواک وویل، اووه کاله مخکې خپلواک په داسې حال کې د بهرنیو ځواکونو له خوا ووژل شو چې هغه خپل د پېژندنې کارت یادو ځواکونو ته ښودلی و.
جاوېد وايي، که څه هم د هغه تر وژل کېدو دوه میاشتې مخکې د ناټو په چوکاټ کې امريکايي چارواکو ومنله چې امید خپلواک د هغوی د سرتېرو له خوا وژل شوى، خو لا هم د هغه د قاتلينو په محاکمه کولو کې پاتې راغلي دي.
د امید خپلواک کورنۍ د عدالت او مجرم ته د سزا غوښتنه کوي.
بلخوا د دغه ولایت ځایي خبریالان بیا له افغان دولته غواړي چې د خبریالانو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي او اړوندې ادارې دې د خپلو خبریالانو لپاره د بېمې سیستم فعال کړي.
دوی وايې، هغه خبریالان چې د کار پر مهال ژوند له لاسه ورکوي، اړوندې ادارې یې نه د ملاتړ لپاره پروګرام لري او نه هم دولت د خبریالانو له کورنیو سره مرسته کوي.
په اروزګان کې د خبریالانو ټولنې مشر سمیع الله ممنون د دغه ولایت له ځایي ادارې وغوښتل چې د خپلواک په نوم واټ او یا هم یو تعلیمي مرکز ونوموي څو یې یاد تل پاتی وي.
د يادونې ده، امېد خپلواک د پژواک تر څنګ له بي بي سي راډيو سره هم دنده ترسره کوله.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










