منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۲۵ غ.م
۴°صاف · ↑۱۴° ↓۰°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د غور ۱۱۳ ښوونځیو ښوونکو بیاځلي د تحصن خېمه ودروله

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۳ کتنې

فیروزکوه (پژواک، ۷زمری ۹۷): د غور ۱۱۳ ښوونځیو ښوونکو د دویم ځل لپاره دوی ته د حقونو نه ورکولو په پار د تحصن خېمه ودروله.

اعتراض کوونکي د غور مستوفیت دروازې مخې ته را غونډ شوي وو او ادعا یې کوله چې د دوی ټول اسناد د دې ولایت معارف ریاست له لوري بشپړ شوي دي او د مستوفیت اداره یې د ناڅرګندو دلایلو له امله معاشونه نه ورکوي.

دوه اعتراض کوونکي استادان عبدالظاهر او عبدالسمیع وايي چې د  سیمه ییزو چارواکو سیاسي لوبې د دې سبب شوي چې د هغوی حقوق له تېرو ۱٣ میاشتو راهیسې ور نه کړل شي.

د یادو ښوونکو په خبره، د دې ستونزې د هواري لپاره له مرکز څخه پلاوی ټاکل شوی و؛ خو له دروغجنو ژمنو پرته یې هېڅ و نه کړل.

هغوی زیاته کړه ، څو یې چې معاشونه نه یې ورکړل شوي، خپل اعتراض ته دوام ورکوي او د ښوونځیو دروازې به هم وتړي.

د غور مستوفي محمد طاهرمومند، پژواک خبري اژانس ته وویل چې هغوی تراوسه د ښوونکو د معاشونو او ښوونځیو بېرته پرانیستلو په اړه د پوهنې ریاست او امنیتی ادارو له لوري هیڅ سند نه دی ترلاسه کړی.

هغه زیاته کړه چې د ښوونکو د قانوني اسنادو له رسېدو سره سم به د هغوی معاشونه له ځنډ پرته اجرا شي.

له بل پلوه د غور ولایت د پوهنې رئیس فضل الحق نجات وویل چې هغوی د دې ولایت له سیمه ییزې ادارې سره په همغږۍ د ښوونکو د معاشونو د وېش په برخه کې ټول اړوند اجراات کړي دي او په دې برخه کې هېڅ مسوولیت نه لري.

د غور ملی امنیت ریاست، تېر کال په دې ولایت کې د ۱۱۳ ښوونځیو د تړل کېدو راپور ورکړی و او د دې ولایت مستوفیت ته یې لارښوونه کړې وه چې ترڅو دا ستونزه هواره نه شي، د یادو ښوونځیو د ښوونکو معاشونه دې نه ورکول کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه