ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند کروندګر: طبیعي افتونو د خټکیو او هندواڼو حاصلات را زیانمن کړي

د هلمند کروندګر: طبیعي افتونو د خټکیو او هندواڼو حاصلات را زیانمن کړي

author avatar
31 Jul 2018 - 15:01
د هلمند کروندګر: طبیعي افتونو د خټکیو او هندواڼو حاصلات را زیانمن کړي
author avatar
31 Jul 2018 - 15:01

لښکرګاه (پژواک، ٩ زمرى ۹۷): د هلمند ځیني کروندګر وايي چې د طبيعي افتونو له امله يې د خټکيو او هندواڼو حاصلات خراب شوي او پرې کړى لګښت يې هم نه پوره کوي.

د لښکرګاه ښار اړوند د کارېز سيمې يوه کروندګر اغا ولي د زمري په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې سيمه کې لسګونه جريبه د خټکيو او هندواڼو پالېزونه د طبيعي ناروغيو له امله خراب شوي دي.

هغه وايي: ((د کرنې رياست موږ ته ويلي وو چې خټکې او هندواڼې وکرئ، موږ درته د طبيعي افتونو ضد درمل درکوو او هم د ښه حاصل په برخه کې مشورې درکوو، خو دا يو کار يې هم ونه کړ.))

اغا ولي وايي چې سږ کال د خټکيو او هندواڼو بازار هم ښه نه دى نو ځکه دوى په چټکۍ سره په کمه بيه خپل حاصلات پلوري.

دغه راز د ثناءلله په نوم يو بل کروندګر پژواک ته وويل چې د حکومت له لوري دوى ته ويل شوي وو که په خپلو ځمکو کې کوکنار ونه کري، نو هر راز مرستې به ورسره وشي.

هغه زیاته کړه: ((ما نهه جریبه د خټکیو پالېز کرلی دی، لګښتونه مې پرې کړي او نن مې ۳۰۰ دانې خټکي مارکېټ ته ورسول، تر بل هر وخت مې له دې امله  ارزانه ورکړل چې له  یوې خوا خراب وو،  له  بلې خوا مارکېټ کې د ساتنې امکانات نه وو.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه درې سوه خټکي يې په ١٥زره افغانۍ ورکړي چې پرې کړى لګښت  يې هم نه کړ پوره.

همدارنګه يوه بل کروندګر سيد ګل پژواک ته وويل: ((سږ کال وچکالي وه، د خټکيو او هندواڼو پالېزونه سم ونه رسېدل، مرضونو و وهل، ډېرى يې وچ شول.))

هغه د کرنې ریاست له مسوولینو غوښتنه وکړه، که چېرې مالي مرسته ورسره نه کوي، نو د مشورو لپاره خو دې مسلکي کسان ورته وګوماري.

د دغه ولايت يو شمېر نورو کروندګرو هم ورته څرګندونې وکړې.

د يادو څرګندونو په غبرګون کې د هلمند د کرنې او مالدارۍ رييس احمد شاه خيري پژواک ته وويل چې د امکاناتو نه درلودو له امله يې ونه شول کولاى چې له کروندګرو سره مرستې وکړي.

ده وويل: ((د خټکيو پالېزونو تر ډېره مرض کړى، خو د هندواڼو بيا ښه دي او د دې مشکل د حل لپاره مو د راتلونکي کال لپاره له مرکز څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.