منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۳۹ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

جلال اباد ښار کې د ۵۶ ميليونه افغانيو په لګښت يو سړک جوړ شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۵ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۱ زمری ۹۷): د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار کې د نږدې ۵۶ میلیونه افغانيو په لګښت ۵.۷۵ کیلومتره کانکرېټي سړک جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

ياد سړک د زمري په ۱۱مه د جلال اباد ښار زنګوي سيمه کې د نیول شوو مراسمو پر مهال د پټۍ په پرېکولو پرانيستل شو.

ننګرهار والي حیات الله حیات وايي، د ۵.۷۵ کیلومتره په اوږدوالي سړک د کیلو پراختیا او بیارغونې وزارت په شاوخوا ۵۶ میلیونه افغانیو مالي لګښت د ۹ میاشتو په موده کې جوړ شوی چې د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې له اتحاد مېنې څخه د بهسودو تر اسحاق کلا سیمې پورې غځېدلی دی .

هغه د سیمې خلکو ته د سړک او اړوندو ترسره شوو چارو د ساتنې په برخه کې د همکارۍ سپارښتنه وکړه او ټينګار يې وکړ چې د ولس له همکارۍ پرته د عامه ځايونو روغ پاتې کېدل ناشوني دي.

د ننګرهار د کلیو پراختیا او بیارغونې ريیس انجنير مجیب الرحمن ضیاء وویل، نږدې شپږ کیلومتره کانکرېټي سړک باندې په منځمهال ډول ۵.۵ متره کانکرېټ اچول شوی او همدا راز ورسره ۶ پلچکونه، د ۲۹۴۰ متره په اوږدوالي د سړک غاړې کانکرېټي ویالې او د ۱۴۶۸ متره په اوږدوالي ۲۱ استنادي دېوالونه جوړ شوي دي .

هغه زیاته کړه، د یاد سړک څخه د جلال اباد ښار د اتحاد مینې څخه د بهسودو تر قلعه اسحاق سیمې پورې نږدې ۳ زره کورنۍ په مستقيمه توګه ګټه اخلي او د شاوخوا يو شمېر نورو سيمو خلکو ته يې هم اسانتيا برابره کړه.

د ننګرهار ولایتي شورا غړي ډاکټر ناصر کامه وال د سیمې د خلکو په استازیتوب د سړک پر جوړېدو خوښي وښوده خو ټینګار یې وکړ چې له دې وروسته د سړکونو او نورو اړوند پروژو له قراردادونو او چارو دې په ښه توګه څارنه وشي .

د سيمې يو اوسېدونکي حاجي نوروز وويل چې له دې مخکې دغلته د تګ راتګ پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ وو..

د يو بل خبر له مخې، د عامې روغتيا وزارت د ۱۳ ميليونه افغانيو په لګښت د ننګرهار د مرکز او ۴ ولسوالیو له روغتیایي مرکزونو سره د پنځو مجهزو امبولانسونو مرسته وشوه .

دا امبولانسونه د زمري په ۱۱مه د ننګرهار ولایت مقام کې د دغه ولايت روغتيايي سکتور ته وسپارل شول.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کامه وال د دغو امبولانسونو سپارلو په مراسمو کې وويل چې د عامې روغتیا وزارت له لوري د دغه ولایت د مرکز او ۴ ولسوالیو روغتیایي مرکزونو ته د ۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پنخه مجهز امبولانسونه ورکړل شول.

ډاکټر کامه وال وویل، هر امبولانس ۲.۶ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې په ټولو تجهیزاتو سمبال دي او له دې وروسته به په اړوند روغتیایي مرکزونو کې د امبولانس په برخه کې د دوی ستونزه تر ډېره را ټیټه شي .

په ننګرهار کې د BPHS تطبیق کوونکې موسسې (ادا) دفتر مشر ډاکټر شفیق الله شفق د دغو امبولانسونو د مرستې پر مهال خلکو ته په روغتیايي مرکزونو کې د درملو ستونزې د حل ډاډ ورکړ.

تر دې څه موده وړاندې سعودي عربستان هم له ننګرهار سره د څلورو مجهزو امبولانسونو مرسته کړې وه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه